زه له عدمه په رضا را نغلم
کله چي راغلمه پُخلا رانغلم
دغه غوښتنه مي له سره نه وه
ځکه نړۍ ته په خندا رانغلم
چا محکوم کړي په هستي يو ټوله
چي له نېستيه زه تنها رانغلم
که بل زما او زه د بل په څيره
چا ته معلومه چي همدا رانغلم
دې سلسلې مي اندېښنې خفه کړې
چي ولي وروسته يا پخوا رانغلم
د بابوزي قلم د عرش تصديق دئ
چي په وعده راغلم قضا رانغلم
١٣٧٦ لمريز کال