Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-03-06  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

قاتلان راباندې ژاړي درنوي مې پس له مرګه
په ژوندون يې  زه په دار کړم خښوي مې پس له مرګه

دې حالاتو خو ملګرو له پخوا نه یم وژلی
قاضي هسې خواري کاندي ځړوي مې پس له مرګه

ستا یادونه ګرانې ښکاري په مذهب چه هندوان دي
په ژوندون مې وو ملګري سوځوي مې پس له مرګه

په دریاب دریاب مې اوښکې ستا هجران کې بیولې
ټولې اوښکې رایوځای شوې لمبوي مې پس له مرګه

ستا خندا ستا قسمونه ستا وعدې یو موټی شوي
ټول را ټول دي په لحد کښې ځوروي مې پس له مرګه

جمیل –کابل د سلواغې ۲۳   کال ۱۳۸۶


جمیل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005