Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد ابراهيم سپېڅلى

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ښاغلى محمد ابراهيم سپېڅلى د حاجي غلام سرور زوى په 1355ل كال د كندهار ښار د شپږمې ناحيې د چوڼۍ په سيمه كې زېږېدلى دى. په 1375ل كال كې د كوټې ښار د شهيد مولوي حبيب الرحمان له عالي لېسې څخه فارغ شو، سربېره پردې يې د معلمۍ دوې دورې كورسونه هم ولوستل.
شپږ اووه كاله يې د همدغه ښار په يوه ښوونځي كې د پښتو ښوونكي په توګه دنده ترسره كوله، خو اوس په كندهار كې د طلوع افغان ورځپاڼې مرستيال او په كندهار راډيو كې هم همكار دى. همداراز په كندهار كې د افغان ازادې راډيو له چلوونكو څخه هم دى. د ښكلا مجلې په كتنپلاوي كې هم راځي. ورسره تر څنګ نور ادبي كارونه هم ترسره كوي، شعر يې د اوسمهالي شعري بهير له هنري لوړوالي څخه برخمن دى. سربېره پردې د اوچتو لرغونو شاعرانو ډېر كتابونه يې لوستلي دي.
ښاغلى سپېڅلى له ډېرو هېوادونو او بهرمېشتو خپرونو سره خپل قلمي اړيكي ساتي، د ښوونځي له څلورم ټولګگي څخه راپه دېخوا د ادب ډګر ته راوتلى دى او په لنډه موده كې يې لاندېني اثار كښلي دي:
 تا ښه ويل (د لنډو كيسو ټولګه)
 د امام ابو حنيفهرح ژوند (ژباړه)
 همداراز د ماشومانو لپاره د لنډو كيسو او كيسيو (چيستانونو) يوه ټولګه، چې اوس د چاپ لار څاري.
له دې سره_ سره يې ډېرې نورې تبصرې، تحليلي ليكنې، شننې او شعرونه په يو شمېر راډيوګانو او خپرونو كې خپاره شوي دي. اكثره شعرونه او ليكنې يې په ښكلا، پالنه، هيله، ګوربت، لمبه او نورو خپرونو كې خپرې شوې دي.
سپېڅلى تر قافيه وال شعر په ازاد شعر كې د ښه هنري مټ څښتن دى، كه د ځينو شعري انځورونو په غزونه كې يې له غور او ځراكت څخه كار واخيست، نو كېدى شي د شعر هنري ارزښت يې نور هم اوچت شي.


د ځان لټون
ته غزل د ښاپېرو يې
نه غلط شوم ته په خپله ښاپېرۍ يې
يو وږمه د سپين سهار يې
لكه پرخه يې نازكه
هم د ګل غوندې ښايسته يې
په غمو كې راته خاندې
د رباب خوږه نغمه يې
چې دې اورم ډېر خوښېږم
دومره خوښ شم چې بيا ځان راڅخه ورك شي
ګرځم، ګرځم، چې ورك ځان به مومم چېرته؟
خو چې كله مې نظر شي ستا په سترګو
خپل ورك شوى ځان پيدا كړم
ډېر خوشحال شم، ډېر خوشحال شم.

په خندا كې...
ستا ښكلا جام د شرابو، زه يې كړم داسې بېهوښه
هرڅه اورم، هرڅه وينم
خو پوهېږم نه، چې څه دي؟
بيا چې كله لږ بيدار شم
ستا تصوير وي ښكلى- ښكلى
زما و مخ ته راښكاره شي
په خندا كې راته وايي:
"هله ژر شه! زه خو ستا يم، ته زما شه".
2000_4_11م كال

لكه اوښكه
ستا په سترګو كې مې كور واى، لكه اوښكه
پر بارخو دې رانسكور واى، لكه اوښكه
په غمونو او خوښۍ كې درسره واى
كه هرڅو پر ما پېغور واى، لكه اوښكه
ستا كلك زړه مې نرم كړى لكه موم واى
راسره چې دومره زور واى، لكه اوښكه
كه مې هرڅو عمر لنډ واى، ستا لېمو كې
خو چې ستا د زړه ټكور واى، لكه اوښكه
اوس به ولې زاره چاودى واى سپېڅلې!
كه يې ته داسې غمخور واى، لكه اوښكه.

صالح محـد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005