ډير کلونه مخکې دلته اوم راغلې نا اشنا اوم راته توري ليکل گران وو
د هلک او د جينۍ توپير يې نه و په تيارۀ کې راته ستوري ليکل گران وو
**************
زه حيران اوم د خبرو وس مې نه و ژبوره شان جينۍ مې خواته راغله
د نظر غوندې زه هم ترينه چاپير شوم زه اسمان شومه سپوږمۍ مې خواته راغله
****************
ستا په شان يو پښتنه او مسلمانه نازنينه د لمانځه پر وخت به لاړه
ستا په شان د ښاپيريو په فطرت وه سترگو رپ کې د هوا پر تخت به لاړه
******************
پسرلى و گل غوټۍ وه ښايستوکي زما زړه ته به يې نوې وينه راکړه
د پښتو د ښکليو تورو په پيالو کې د شرابو غوندې مسته مينه راکړه
**********************
پښتنه وه له نامې يې خبر نه شوم ما ويل ورته سپين غر يم ليونى يم
چې انگار د محبت يې زړه کې بل وي نظر ماتې د هغې يم سپيلني يم
********************
يوه ورځ يې راته ويلى سپيلنيه در نه ځمه چې صبا ته مې واده دى
ستا خبرې به تر عمره هيرې نه کړم هر يو تورى دې زما لکه د زړه دى
******************
چې کلونه وروسته بيا چټ روم ته راغلم گرانې تا سره مې جوړه دوستانه شوه
دوه کوترې د سپين غر د گړنگونو دا چټ روم زمونږه دواړو اشيانه شوه
*********************
ته به هم يوه ورځ لاړه شې پوهيږم خوب مې وليدۀ جانانه چې تنها يم
يوه ورځ به يوه بله جلۍ راشي خبر نه يمه تر اوسه چې د چا يم