دحقيقت دودله دنياپاتې دى
چه دمجازسيورى په ماپاتې دى
مونږه لاځان سم پيژندلى نه دى
لامعرفت خوربه ستاپاتې دى
په راختلي لمرمولاره وركه
مخ ته منزل مودبيګاپاتې دى
تش په كتودې زه بې واكه كړمه
نذردې پورلادخنداپاتې دى
اوس نوپښتواوكه جانان ته شمه
په هرنامه مې بريښ په ملاپاتې دى
سالنګ- دمرغومي لسمه ۱۳۸۵