د ګلو پاچا
هلته د کڅ په غاړه
ښکلې سپر لې راغی
چه د سهار وږمو يې
د شنو پټو په منځ کې
يو ښکلې ګل و غوړو
ګل دفطرت لمن کې
داسې را و غوړيده
چه د تور غره څوکو يې
تل نندارې کولې
ها داسې و رنګيده
چه دښکلا د نندارو لپاره يې
دکابل سيند دخپل موجونو سره
له قهره وغورځيده
ها د ريدي او د غاټول ګلونو
ها د مرسلو او شبو ګلونو
داسې را ونازوه
چه دګلونو منځ کې
دګل پاچا پاته شوو
ها دګلونو پاچا
هغه د زړونو الفت
دومره وفا لرله
چه په ګل پاڼو کې يې
د ګلستان لپاره
دمرغلرو دانې
ښکلۍ را چاڼی کړلی
هغه دګلو پاچا
هغه د زړونو الفت
ها د قرنونو عظمت
مخ په بيديا وخوځيد
بيا خداې خبر
چه کله بيا راځي
ځکه له سترګو می
ژړا راځي
٢١-٢ -٢٠٠٨ ويانا
انجينر عبدالخالق ساپی