د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
مولوي محمد احمد د ښاغلي دوست محمد زوى په 1346ل/1967م كال د كوټې ښار د پښين په خانوزو كلي كې زوكړى دى. تر لسم ټولګي پورې يې په خپل كلي كې زده كړه وكړه، تر هغه وروسته په 1984م كال د ديني زده كړو لپاره پېښور ته لاړ او په 1994م كال يې د ديني زده كړو بريليك ترلاسه كړى دى او اوس د كوټې ښار په ”جامعآ الدراسات“ كې د ديني ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي. (حاكميت الهي اور منكرين ملت) نومى اردو اثر يې د چاپ لار څاري او د عربي نحو يو ستر كتاب يې هم ليكلي دى.
له 1983م كال راهيسې شاعري كوي، چې قلمي نوم يې واصل واسطي دى او په دې نامه يې په زياتو خپرونو كې زياتې ليكنې چاپ شوې دي. نوموړى پر اسلامي پوهنو برلاسى پوه دى، چې په خپل پاخه منطق او قانع كوونكو دليلونو سره هر سړي ته قناعت وركولاى شي. شاعري يې د پښتو د لرغونو شاعرانو په شان د فكر او تخيل له مخې اوچته او په زړه پورې ده. ده خپله هم د معاصر شعر مطالعه زياته نه ده كړې، اكثره د پښتو لرغوني شاعران لولي او دغه لرغوني شاعران يې ادبي تنده ماتوي، چې شعر يې د ده د پوهې په كچه لوړ او غوره دى. كه سړى يې د پوهې څومره والى ارزوي، نو پوهېږي چې په دې رڼا يې زړه او دماغ روښانه او له دغه ستر نعمت څخه برخمن دى.
ښه اخلاق، غوره سليقه، ښه شخصيت او مېلمه پالنه يې په لږو كسانو كې موندل كېږي. كله چې د تدريس لپاره خپل ټولګي ته ننوځي، بېل سړى ترې جوړ شي، خو كله چې د اديبانو په بنډار كې حضور ولري، نو بيا بېل كس شي. انسان كه غواړي چې د ټولنې په ټولو طبقو كې محبوب او منل شوى شخصيت شي، بايد له هر كس سره د هغه له طبعې او خوى سره سم چلند وكړي. نور كسان دې په خپله خوښه نه اړوي، بلكې ځان دې د هغوى په خوښه برابر كړي. ”دا نړۍ ستره ده، خو د فكر قوه تر دې هم ستره ده، چې ټوله نړۍ پېژني او تر دې هم دېره ستره اروا ده، چې پر ټولو واكمني كوي“.
غاړه
ږدم په تاوان خود د رقيب سپي د حسد په غاړه
چې وامې نه چاوه خپل لاس د سرو قد په غاړه
ځلانده ستوري دي چې ښكاري د شفق په ميان كې
كه دا يو خال دى چې څركېږي ستا د خد په غاړه
ستا په فراق كې چې مين كوي دغسې ژړا
وراره به نه كړه د خپل ځوان ورور د لحد په غاړه
ساز كه ستا سترګو ته باڼه كړه الهي خو ګرځي
ستا ماجوجي لېمه همېش د دغه سد په غاړه
دا دې هوا درڅخه واخيسته پړونى كه زه
وينم په دوو سترګو صفا د الف مد په غاړه
لب و لېمه، خال و باڼه، وروزې د زنې كوي
ميدان د حُسن دې د دې قليل عدد په غاړه
واسطي ما چې كوم كميس د مينې واغوستلى
نه دى ليدلى چا زما د اب و جد په غاړه.
سخت
ما كه كړه د زړه د كور در و ديوار سخت
ستا هم تاو د لمرين شو وار په وار سخت
ستا تنكى حُسن ځواني زما پايمال كړه
همېشه د تاندې لښتې وي ګوزار سخت
د ارمان پر شهادت غمونه راغلل
تل وي رش د شهيدانو پر مزار سخت
ځكه نه كاږمه لاس د يار له دره
پر ښوينه مځكه پل لګوي وښيار سخت
دم قدم پهره داران ورباندې چورلي
كه د ګل له خوا ولاړ وينمه خار سخت
واسطي ستا په جفا نابلد نه دى
اموخته پزه د اوښ وي په مهار سخت.
غرب ته خطاب
اى په پوه مغروره، په طاقت باندې شتمن قامه!
اى په مال مخموره، د نيمۍ دنيا واكمن قامه!
اى په سيارو او په سپوږمۍ كې مورچه زن قامه!
اى په خپل ګومان چې يې په كُل عالم دردمن قامه!
څومره شوې بېخود چې خپل وجود درته كعبه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
هغه مجرم نه دى، باندې وي چې ستا د خول سايه
هغه دانشور چې يې پر سر وي ستا د بول سايه
نه پرېږدې حريف ته د دنيا د يوه خاټول سايه
وي به يې پر سر همېش د فقر د كچكول سايه
تا ته ستا بې درده جهان واړه خرابه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
ستا له لاسه شوله رټې پټې د عراق لمن
ونيوه ځوانانو له دې وروسته د فراق لمن
كښېښوده د رب په روى قام تا ته په وفاق لمن
جوړه دې كړه ځان ته ښه رنګينه د نفاق لمن
تا ته دغه خواست د مومنانو يوه حربه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
تا په دسيسو كړ نفس تنګه د ايران ولس
كړ دې په لوى لاس بدنام د خوار غريب سوډان ولس
تا ونيو په اور كې دا زما مظلوم افغان ولس
ستا له ظلمه چغې كړې د دې واړه جهان ولس
تا ته د سړو سر د ګوليو يوه جعبه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
تا په اسراييل كړ در په در د فلسطين ملت
تا په سرب ذليل كړ، بوسنيا غوندې ورېښمين ملت
ستا په اشاره مري په كشمير كې مرمرين ملت
دى مجرم په كوم رواج، په كوم رسم و ايين ملت
تا ته به ترڅو پورې انسان ګاو و دابه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
ته په هر يو اړخ د ځمكې ستر حاكم جلات غواړې
دلته مشرف، په فلسطين كې عرفات غواړې
ترك كې سليمان شاه، په كابل او په هرات غواړې
بيا له دغو ټولو نه د خوښې حشرات غواړې
تا ته د انصاف تله همېش ستا ملقوبه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي
سوړ كه نه شو ستا زما په ملت دغه قاتل زړګى
پُر دى له بېشمار داسې دردونو د واصل زړګى
نه دى زما په خپله بېوسۍ باندې قايل زړګى
دى مې دوامدار و رب ته هر لمحه مايل زړګى
دا چغه مې ما ته د زړګي يوه الميه اېسي
ستا له لاسه وينم ستړې ګرده قصابه اېسي.