خپله خو ذوق نه لری
خپله خو ذوق نه لری څه پوهیږی؟
چی جانان څه وی او سری شونډی دیار
وایې چی څه ددی نه, نه جوړیږی
مه یې چیړه
چی زر اوزورلری دا هیڅ هم ندی
راځه دنیا پیدا کړه مال پیدا کړه
پړی راواخله ورته جال پیداکړه
خپله خو ذوق نه لری څه پوهیږی؟
چی جانان څه وی او سری شونډی دیار
غم داشناته دردولی نه یې
چا په سرولاسو را ویښ کړی نه یې
چا ګرمه غیږه کی تودکړی نه یې
په پستوشونډویې ښکل کړی نه یې
به وړوګوتو یې سکونډلی نه یې
کله دلاس نه یې نیولی نه یې
خپله خو ذوق نه لری څه پوهیږی؟
چی جانان څه وی او سری شونډی دیار
که دجانان نامه یې نه لرلی
دې شهیدانو به سری شنی جنډي
په مزارونو باندی نه لرلی
خپله خو ذوق نه لری څه پوهیږی ؟
چی جانان څه وی او سری شونډی دیار
ته خومرګونه کوه لوبی کوه
بس په پردوسرونوسوبی کوه
خوما دجانان له یاده مه بندوه مه بندوه
خپله خو ذوق نه لری څه پوهیږی ؟
چی جانان څه وی او سری شونډی دیار
۲۶/۲/۱۳۸۲رودات حصار شاهی
غزل
لا می دمرګ قیــمت پوره نـدی زه نورغواړمـــه
ګرانه ښــــاغلیــه را غلـی یمـــــــه پور غواړمـــه
زما وطن کې خلــق ما نه منــــــــی نه ویــریــږی
تاتـــــه را غلی یــم له تا څخه زه زور غواړمــــه
چی زه حاکــم او حکمران یـم پروا مــه کړی دڅـه
زه په جګــړوباندی پوهـــیږمه زه زور غواړمـــه
چی کوم ښـاغلی تاسو نه خوښوی وی دی داسی
دهــغه ښـــکلـی مخ ددار په سـر تــور غواړمـــه
دیـــموکراســی دی وی ژوندی ورسره ونڅیــــدو
لار او مکـتب می پکار ندی ټنـګ ټکور غواړمــه
عبدالمالک وفا
۲۴/۱/۲۰۰۶ کابل دارلامان
غزل
لــکه ګلاب لکـه ریحان را بــاندی اووریـــږه
شیبه شـیبه لکـه بــاران را بــاندی اووریـــږه
سـتا تازګی مـنم چی خلقو باندی کوډی کـوی
لکه پاســته خواره زلفان را بانـدی اووریــږه
چی ومی نه سـیزی ته ګرانی په لمبو دشونډو
ماتـه نزدی کړه دی لبــان را باندی اووریـږه
دلته خوښـکلی بی حیا نــدی لــباس یې دی دا
لکه د خپل څیری ګریوان را باندی اووریــږه
منم لار ورکی یــمه نه رســم تر خپل منزلــه
تـــه شــه زما لکه جانان را باندی اووریـــږه
ګوره زه هــره ورځ دعا کوومه تـا یــا دووم
لکــه ګلی دشـــنه اسمان رابانـــدی اووریــږه
عببدالمالک وفا
NDI office jalalabad ۲۱/۵/۱۳۸۴
لژه ساه واخله کرار شه
لامی شونډی نشه ندی
لا دعشق جذبه ژوندی ده
لاموزړونه ساړه ندی