Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-03-10  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

نظم

 

راتـــــــــه سودا دمینی نده پاتې
ځکه وطن کي موخرڅیږی وینه
دزمانــې بـــدرنګــي ټولــه دلته
ځکه تویږي په هر چم کي وینـه

څه کبرجن شو د ادم بچوڼـــی
څه دابلیس شرارتو  وخــواړه
څه دنفاق اودتضاد اوربل شو
څه د دولت نه  مړېدو وخواړه

لا مي وطن کي لمبې نه وي غلــي
چي د لمبو رانه سېلاب راتاوشــي
څه مي د حــــال د بــغاوت سـزا وي
څه رانه اور د تېر حساب راتا وشي

ګله داڅــو ورځـــي چي غلـــی وې ته
چي يې لمســولـــې اه شیطان ویده شو
کنه دځان لپــاره ځـــــــــــای لــــټوي
او که په کور کي دي انسان ویده شو

ستا محلونو ته مي حرص نه راځي
خــوتــــه زما کنډري نشــې زغمــى
ته له هـــمدې ځای نه رڼا اخلــــــې
ځکه زما جــونګړي نشــــې زغمـی

ماته روا  او نـاروا ښــــايې تـــــه
خوستاقانون دهغي رواج نه مني
زماوطن ځـــکه کنـــډرپاتي شـــو
چي د اغیارو په سر بــاج نه منـي


عبدالمالک وفا

 

 

عبدالمالک وفا   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005