اې! بچيه دافغان ويښ سه روان پركومه لاريې
نورشيان پاته سوه له تاڅه، چي اخته دځان په ښكاريې
نن دي ولي دپردي تمدن كورته كچكول يووړى
ښكاره تاته په تاريخ كي، چي دنورو ته سردار يې
دنيكوله هيبت دي هرفرعون په لړزان وو
هيبت نسته كه كمزور يې چي له هرچا څه نن غوځاريې
كاردي يووړى بيګانه وو ته دمرګ په خوب بيده يې
ډيرافسوس چي دياقوتوپه كانوكي ته بيكاريې
ته ويښ نه سې په خپله نورڅوك نه راويښوي تا
ولي داسي كوې وروره چي دبل په انتظاريې
دسهيم صالح محمد په زړه كي ستاخدمت همېش دى
نوم دي لوړسه په نړۍ كي دنوموړي كندهاريي