اوس په څه مو کړم قرار غمونو
خير دی راځي وار په وار غمونو
دومره ظلم د جانان زور اخيستي
چې کړم يې مرګ ته تيار غمونو
هره روځ بيه دي سر ورکوم
داسي ژوند مي کړواختيارغمونو
کله به هم شم درنه خلاص کنه
راته وښايي دا لار غمونو
همت خو يې د ژونده وويستلو
دومره يې تنګ کړو د يار غمونو