دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ځوان شاعر محمد اسمعيل كاكړ د بهادرخان زوى په 1965م/1344ل كال د كوټې بليلي سيمې په رحيم ګل كلي كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده كړې يې په خپل كلي كې ترسره كړي، خو د اقتصادي ستونزو له كبله له نورو زده كړو څخه بې بخې پاتې شو، اوس په يوه محكمه كې كار كوي او په دې توګه يې ځان څه ناڅه بوخت ساتلى دى. د شعر و شاعرۍ لمن يې هم نه ده پرېښې، هغه له ماشوموالي څخه شعرونه اورېدلي او خوښېدل يې.
دى د شعر ليكلو تر څنګ ترنم هم كوي. شعر يې ساده او روان دى، دى خپل فكر پر رنګينو الفاظو نه ځاروي، بلكې هڅه كوي، خپل لوستونكي په ښه ډول پوه كړي.
په خپله هم يو پاكزړى او سپېڅلى انسان ښكاري، له نورو ليكوالو او شاعرانو سره ځانګړې مينه لري، دى له هغو اشخاصو څخه ډېر بېل دى، چې يوازې په لباسي ښايست د نورو خلكو سترګې برېښوي او ټولنه په خپلو بازاري چلندونو، خوږې ژبې او ښكلو جامو تېرباسي او له هغو انسانانو څخه هم ډېر توپير لري، چې يوازې خپله ځاني ګټه وړاندې او مخكې ګڼي، بلكې تر ډېره حده يې د خولې او زړه خبره يوه ده. د ده ساده ګي او پاك زړه د ده هنر ته ډېره ښكلا وربخښلاى شي. په دې شرط چې خپله هنري او ادبي تجربه لا پسې زياته كړي. همداراز د لرغونو او اوسمهالو شاعرانو شعرونه په ژور نظر مطالعه كړي. د محمد حجازي خبره ده:
”د نړۍ په لوبغالي كې هرڅوك هڅه كوي، چې خپل لېونتوب د عقل په ټوكر باندې كه زوړ هم وي پټ كړي. خو يوازې د مينې لېونيا دي چې خپل نوي كالي څيري او په خپل لېونتوب وياړي“.
زما مورې!
ادې، مورې! زما مورې! ستا تر پښو لاندې جنت دى
زه به دا جنت ګټمه، دا زما د زړه راحت دى
په ماشوم صورت و ما ته، تا للو للو ويله
شپه و ورځ دې ارام نه و، همدغه ستا محبت دى
په وجود كې مې ستا مينه، اى زما ادكې مورې!
ستا له حقه به خلاص نه شم، تا ګاللى ډېر زحمت دى
په كوم كور كې چې مور نه وي، هغه كور ټوله ويجاړ وي
تقدير ستا په دعا بدلېږي، دغه ټوله حقيقت دى
ته د اوسپنې كلا يې، هم طبيب، هم مې دوا يې
كه مو نوم، كه مو غيرت دى، واړه ستا لوى بركت دى
موركۍ! خداى دې توفيق راكړي، چې زه ستا خدمت پوره كړم
د خپل مور نافرماني له خداى پاك سره عداوت دى
د مور مينه ګل نه زياته ده، نازكه او شيرينه
كه چا مور نه كړه زهيره، هغه ځوان ډېر بختور دى
ستا دعا د جنت باد دى، دا رښتيا ده ادې مورې!
له سيالو سره يې سيال كړې، پر اولاد ستا شفقت دى
چا چې مور نه دعا يووړه، هغه ځوان دى، برى وړى
ابادي يې زما دوستانو! د دنيا او اخرت دى
موركۍ! ته يو ښكلى باغ يې، تا كې هر رنګه مېوه شته
لوى الله زموږ لپاره پيدا كړى ستر نعمت دى
د مور غېږه اولادو ته د روزنې لوى مكتب دى
خپل د ميندو رضا ساتئ، اسمعيل درته نصيحت دى.