څومره ښه يې چي زما يې
ښايسته يې چي زما يې
خدای اسمان نه را لېږلې
فرښته يې چي زما يې
هر ساعت مي په خيالونو
را خوره يې چي زما يې
دجنت د ښاپېريو
ملکه يې چي زما يې
هو زما د خوشحاليو
ذريعه يې چي زما يې
له غيرت او وفا ډکه
پښتنه يې چي زما يې
ته به زما د زړه په تل کې
هميشه يې چي زما يې
د ژوندون د ښايستونو
فلسفه يې چي زما يې
نور به څه غواړم له خدايه
ته هر څه يې چي زما يې