اوښکه دي په مخ دانه_ دانه شوله
بيامې دغم کور کې مېلمنه شوله
څوپورې به سوځم په غموکې ستا
اوس خومې د ژوند نه دا ګيله شوله
تله دانصاف چې په ملاماته ده
جوړه دظلمونوافسانه شوله
سرې دي ديتيم سترګې د اوښکو نه
کونډه مو سرتوره بېګانه شوله
ژاړه،اصلزيه،په نارو_نارو
لاړه سندربوله پروانه شوله
صابر،اصلزی،سويډن
2008-3-20