Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-03-24  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

تا ته به هم غم درشي، له تا به خوښۍ پاتې شي
ستا په زړه به هم زما د تورو بخۍ پاتې شي

زه په نيم بسمل بدن ظالمه که در ورسم
لاس کي به مې ستا له ګرېوانه نه تڼۍ پاتې شي

هله به زموږ د تورو،  توره در معلومه شي
ستاسو چې ميدان کي پس له جنګ ککرۍ پاتې شي

ته دي د غمونو کيسې غبرګي _ غبرګي ووايې
ياره بس زما په زړه خبرې دلۍ پاتې شي.


زيرک فهيم _ننګرهار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005