Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-03-25  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

زه معتبر نه ومه
چه ستا دلبرنه ومه


مينه د اور لمبه ده
پدې خبر نه ومه


ته به مې څنګ کې وې تل
خون جګر نه ومه


بيا مې ليدلې نه وې
پوه په اختر نه ومه


شايد زه پوه په قدر
ستا د بشر نه ومه


نا ارام مخکې هم وم
داسې مګر نه ومه


زه د سکون په لټون
شام و سحر نه ومه


خندېدم ستا په هيله
په زره پرهر نه ومه


که ته زما وای زه به
داسې ابتر نه ومه


 

انوارالله وفي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005