Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد اقبال منزكيوال

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد اقبال منزكيوال د محمد شريف زوى په 1977م/1356ل كال په كوټه، خپل پلرني ټاټوبي كې زېږېدلى دى.
زده كړې يې تر څوارلسم ټولګي پورې ترسره كړي او اوس هم په يوه روغتون كې خپله رسمي دنده ترسره كوي. له 1366ل كال راهيسې يې له ادب سره مينه پيدا شوې، چې تر دې مهاله يې خپله ورسره مينه پاللې ده. نوموړى اوس هم د ”پښتو ادبي ستوري“ نومې كلتوري او ادبي ټولنې يو غړى دى، چې د دې ټولنې په اډانه كې خپلې هڅې او هاند روان ساتي او د خپلو نورو ملګرو لپاره هم لارې چارې برابروي.
د ده يوه نېكمرغي دا ده چې خپلې زده كړې يې تر دې كچې رسولي او اوس يې هم د پوهې او هنر لټون نه دى پرېښى.
په شعر كې د فكر او خيال دواړو خيال ساتي او هڅه كوي چې دغه دواړه توكي يې په شعر كې جوت او څرګند وي.
كله چې يې شعر لولو، نو په ډېرو بيتونو كې يې تم كېږو او ارو مرو به د مانا په لټه ورته ځير كېږو، يا هم د ځينو الفاظو په اوډون كې د خيال څرك لټوو. خو كه دا د ده د شعر يوه ځانګړتيا وښيو، بېځايه به نه وي، ځكه نوموړي تر ډېره كچه د شعر او هنر پراخې مشاهدې او مطالعې ته اړ دى، چې دا كار يې لا روان دى، ليرې به نه وي چې دى به د شعر داسې نمونې په موږ وګوري، چې د ”خو“ ټكى ځاى ونه لري. خو لوى شرط د زيار او مطالعې دى، چې بايد په ټينګه يې خيال وساتل شي. په دې برخه كې نه يوازې اردو شاعري، بلكې د نورو ژبو هنري اثار هم ګټور پرېوتاى شي.


تا چې ښايست د ټول جهان واړه پرځان وسوځه
نو دې سينه كې د هر چا د زړګي توان وسوځه
چې كړې ښكاره ښايستې سترګې بيا د مځكې پرمخ
ګومان كومه چې په اور كې دې هجران وسوځه
كه څه ښايسته دى، كه بدرنګ دى، درته مينه ستايي
ستا محبت كې يې د مينې درست جهان وسوځه
په انتظار- انتظار شپه شي تر سهاره تېره
سهار وختي دې بيا د حُسن ګلستان وسوځه
چې دې په شپه كې د هجران راته ډېوې بلې كړې
له سبايي سره اقبال د زړه ارمان وسوځه.

د مرغه وير
خزان- خزان مې شو ګلباغ د زړه
تاريك- تاريك مې شو څراغ د زړه
په جال، په آه او په فرياد بند شو
سپېره- سپېره شو دښت و راغ د زړه
صياده! ستا له بېرحميه څخه
لړزان- لړزان لرم، فراغ د زړه
له دې زندانه بدنصيب باغ ته
مشكل مشكل مې شو بلاغ د زړه
وايي يو صگيب له مړاوو اوښكو څخه
ناسور ناسور لرمه داغ د زړه
ستا اقبال كومه لو ګناه وكړه
چې سر پر سر مات شو اياغ د زړه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005