در په در،
خاورې په سر
زه له سهاره تر ماښامه ګرزم
يوې روپۍ لپاره،
هر چا ته سترګې اړوم
نيمۍ ډوډۍ لپاره
څوک مې په حال رحميږي
څوک په نفرت راګوري
څوک مې په بد نظر
په تير د هوس
زخمي زخمي کړي جګر
خپلو بچو لپاره
په ځان هر څه تېروم
خدای دا څه انصاف دی
هم دې په دې دونيا بدبخته او ذليله کړمه
هم دې په ورځ د قيامت
دومره مجبوره شوم چي
زه اوس په خوب کې هم خيرات غواړمه!!