د ژونـد ټـولـه ښـکلا ده هـر مـورچـل د پـښـتـونـخـوا
کـونـړه ! راتـه ښــکارې تــاج مـحـل د پـښـتونـخوا
نـنــګـرهـار کـه کـنـدهـار دي خـړه خــاوره د خـیـبـر
یــو پـاڼــه بــل ډنـډر دي ټـولـه ګل د پــښـتونـخـوا
د خــوســت او د لـغمان ښــايـسـتـونـه د جــنـــت دي
یو ټیګ دی د ښايست او بل اوربل د پښتونخوا
د سوات ښایـست مـو اخـلـي ورانـوي هـم پېښور
ځـان مـرګـي دي بـریـدونـه پـه ګـوګل د پښتونخوا
عـزت د پـلار نـیـکـه ، د شمـلـې نـه چــې زاریــږي
راجمعه عـاشـقـان دي جـوړ محـفل د پـښتونـخـوا
نــغـمـه د ربــاب غــواړي د نسـیـم سـتـوري غـــزل
نسیم ستوری به جوړ کړي اوس غزل د پښتونخوا
دنسیم ستوری شعر او د عبدالواسع(وسيم) ستاسو پرلين