پښتون لاس له ټوپک واخله
دا کولتور د پښتون نه دی
غليم مونږ سره منسوب کړ
دا انځور د پښتون نه دی
دپردې شاته بل څوک دی
دغه شور د پښتون نه دی
کوم چي سوال و ته جګ شوی
هاغه شکور د پښتون نه دی
د سر تيګه يي نسکوره
دغه ګور د پښتون نه دی
له يوون نه يي لاس واخيست
باغ سمسور د پښتون نه دی
بس رڼا ته ضرورت دی (پوهنه)
نصيب تور د پښتون نه دی