Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد حسين هنرمل

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ځوان شاعر محمد حسين هنرمل د محمد حسن زوى په 1948م/1367ل كال په ږوب كې زوكړى دى. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په خپله سيمه كې بشپړې كړي، چې اوس هم ورباندې لګيا دى. له 2000م كاله راهيسې يې شاعري پيل كړې، چې اوس هم دغه هنر پالي او له پامه يې نه دى غورځولى. دغه راز يې د نثر په ډګر كې هم قلم چلولى، چې ځينې ليكنې يې په خپرونو كې چاپ شوې هم دي. ژباړه هم كوي، چې په دې برخه كې هم تجربه لري.
خو اصلي ډګر يې شاعري ده، چې دى هم په دې برخه كې زياته هڅه كوي.
ډېري كسان شاعري د ظريفو هنرونو مور ګڼي او په دې سبب ورته په درنښت قايل دي، چې په دغه هنر كې د فكر او خيال دواړو پالنه او غزونه كېږي.
دغه دوه بنسټيز توكي په كې روزل كېږي او پالل كېږي. دغه هنر په عمر پورې تړاو نه لري، بلكې په هنري استعداد پورې اړه نيسي او دغه خداى وركړى استعداد د ځينو كسانو په نصيب شي.
هنرمل هم هغه تاند شاعر او استعداد دى، چې ښايي زيات خلك يې هنر تر ده مشر وګڼي. خو د حيرانۍ وړ خبره خو ځكه نه ده، چې په ده كې هنري استعداد شته اودى د ظرافتونو په رمز او نزاكتونو پوه دى.
ځكه يې په شعر كې هنري تومنه زياته ده. خو داسې هم نه ده، چې د نوموړي هنر خپل اوج ته ورسېد، بلكې لا يې ډېر اوږد سفر مخې ته پروت دى او لا ډېر وخت شته، چې هنر يې ټولمنلى شي.


غزل
چې قدم اخلم يادومه زه پر لاره جانان
لا مې له زړه، نه دى وتلى جفاكاره جانان
د جفا لاس يې دومره ټينګ نيولى دى په لاس كې
چې په راتلو مې خدايه ووتو له ښاره جانان
زه خو د هجر بس يوه لمحه زغملاى نه شم
كله به راشي راته ووايه ريباره! جانان
د اوښكو څومره قافلې مې په ګرېوان تېرې شوې
هرې قطرې مې كړ طلب لويه باداره! جانان
خلاص به ترې نه شم كه به چيغو جهان ولړزوم
زياتې ورغلى يم په لاس د ظالمماره جانان
پروا به نه كړي هنرمله! سر به ږدې پر تَلو
چې خپلوي څوك تل تر تله له اغياره جانان.

لمبه
لمبه لمبه شم رانه هېر شي، د خپل ځان عكسونه
كله چې جوړ كړي زما سترګې د جانان عكسونه
هك و حيران، ګوته پر خوله به ورته پاته شې ته
كه ووينې زما د ستړي ژوند ستومان عكسونه
د ښه سړي ګومان نادانه! په هر چا مه كوه
په انساني جامه كې ډېر دي د شيطان عكسونه
بې له لمبو او له سره اوره بل څه نه ښكارېدل
ما چې نن وليدل د ګران افغانستان عكسونه
لږ خو په غور ته كلام د هنرمل وګوره
په هر هر بيت كې يې پراته دي د ارمان عكسونه.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005