څوک په سپوږۍ کي کوي ژوند څوک لا ټغر نلري
دخټو کور لري خاونده! کور کې ورنلري
پردو وګړو خو زمونږ په وينو لوبي وکړې
زمونږه خلک دي بې فکره هيڅ هنر نلري
خاونده!چاته ترينه نيغه شمله وتړمه
زمونږځلمي وجود لري وجود کې سر نلري
دلته چې مات منګي د پيغلو نشته شور يي نشته
دوى اوس هغه د چنار سيورى او ګودر نلري
دنړۍ خلک غم ځپلي خلک غيږ کې نيسي
فهيمه ستا په خوار ولس هيڅوک نظر نلري