Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-05  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

نظم

 چې مازيګرشي اودکلي انجونې

واړه راټولې شي دکلي په هابرګودرکې

يوبل ته کاندې دجانان کيسې

اودخپل کړي تېر ديدن حالونه  

وايي يوبل ته

او په خوښيو خپل منګي ډکوي

زه کيسې ټولې واورم

خوچې زمادکيسې وار راشي

نومې ملګرو ته د اوښکو له کاروانه

دپښتو دغه ټپه ووايمه

مسافر ټول کلي ته راغلل

جانان خفه دى که له قصده نه راځينه

 

شکرالله پاڅون   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005