د سترګو چي راكوز شي د ګرېوان كلي ته راشي
يو څوك مي ددې وران زړګي دې وران كلي ته راشي
نن بيا مي دزړګې په للمه سپنې وريځي ګرځي
په شړك_ شړك كه شروع شي او باران كلي ته راشي
د كلي د زيارت جنډې به نوي كړمه هله
د ډير انتظار وروسته كه جانان كلي ته راشي
په زړه مي يې چي زه به يې د وربل ګلونه را وړم
خو سپرلې شې رانه تير اوخزان كلي ته راشي
د هيلو د اوميد پنډ يې په شا يي ستړې ستړې
ايمل چي كله خيال كي د ارمان كلي ته راشي