دا بهار دا زمانه او دا جنګونه
دا ځواني او دا جانان او بل اورونه
سل ارمانه سل دردونه مو په زړه کي
دا يو سر او سل قصي او سل غمونه
سل توبی خو هر ماښام دلته ماتيږي
دا ميخوار او ميګده او سل جامونه
سل سجدې په يوه جام بدلي ښې وي
شوه بې کيفه په کعبه کي طوافونه
عبدالواسع(وسيم)
کندهار