د شپې چې څملمه او سا واخلم
ستا د يادونو پنډ په شا واخلم
ستا ياد ګارونه كړم په مخكې خواره
شپه تر سهاره په ژړ ا واخلم
د خيال په ټال چې ستا تر څنګ درشم
خومار خومار د ژونده تنګ درشم
لكه يو ستړې تږي تږي سړې
خولي خولي ملنګ ملنګ درشم
چيرته په زړه كې دې دا خيال رانه شې
چې ته مې هير يي هيرول دې غواړم
د هري ساه سره مې مل اوسيږي
جانانه نور دې خپلول غواړمه
لكه باران مې د زړګې په للمه
هره شيبه شيبه وريږي راته
كله دې د سترګو كې خپل ځان وينمه
كله مې اوښكو كې ښكاريږې راته
صبر كوه جانانه دربه شمه
لا خو پردې يم لاخپل شوي نه يم
د زندګې سختو زپلي داسي
لا خو اغزي يم لا ګل شوي نه يم