Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد حكيم حكيمي

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ځوان شاعر محمد حكيم حكيمي دالحاج مولوي سلطان محمد زوى په 1360ل كال د كوټې په مسلم باغ كمپ كې زېږېدلى دى. له اره د زابل ولايت د شينكۍ ولسوالۍ دى، خو څرنګه چې له ډېرو كلونو كډوال شوي، له دې كبله يې هر مهال هېواد ته د ستنېدو هيلې په ټوپونو وي، اوس مهال په كلات كې استوګن دى.
كه څه هم په كوټه كې يې خپلې زده كړې پرمخ بېولې، د دې ترڅنګ يې شعرونه هم ليكل. خو تر اوسه په كومه خپرونه كې خپاره شوي نه دي، نه يې هم بل چا ته اورولي دي. دا لومړى ځل دى، چې نوموړى ټولنې ته ورمعرفي كېږي.
شعر يې خامخا ځينې خاميانې لري، خو كه چېرې د ده مينې، استعداد بيا عمر ته ګورو، نو دا تمه كولاى شو، چې د زيار او رياضت په مرسته ډېر پرمخ تلاى شي.
زموږ ډېر ځوانان چې په شعر پيل كوي، نو سړى يې له همغو لومړنيو شعرونو دا اندازه لګولاى شي، چې د پرمختګ څومره څركونه په كې ښكاري او نوموړى څومره هنري ذوق، وړتيا او متره لري.
خو كه دغه ډول ځوانان وهڅول شي، لار ورته په ګوته شي، همداراز مرسته يې وشي، پرمختګ او وده يې حتمي خبره ده. كه چېرې يې څوك ونه روزي، يا هم د پرمختګ لار ورته په ګوته نه كړي، نو څرګنده او جوته خبره ده، چې دا تاند استعدادونه به همداسې پاتېږي، يا به هم له منځه ځي.
په كار ده چې استعدادونه وروزو او كه نور څه نه وي، داسې لارې ته يې ورسم كړو، چې پرمختګ يې تضمين كړي.


نيال
لاړمه ګلزار ته، وه بې ياره خوند يې نه كړ
وطن ته چې روان شوم، بې باداره خوند يې نه كړ
زړګى به مې موسكى شو بيا بېرته شو غمجن
ګلونه لا غوټۍ وو او بې خاره خوند يې نه كړ
په تړمو- تړمو اوښكو مې تنكى نيال اوبه كړ
بورا پرې ګرځېده، و ناكراره خوند يې نه كړ
ورلوړ شمه، د پورې غره لمن مې لږ سهي كړه
شپونكى پر زړه زخمي و، په چغاره خونديې نه كړ
پالم دې حكيمي تر څو چې زه پر دې دنيا يم
ته ليرې لږ له څنګه كړه اغياره، خوند يې نه كړ.

ميوند
د چا ژړا به واورې او د چا واورم ژړا
هر خوا په چيغو- چيغو د كوم خوا واورم ژړا
نارې د الله وۍ دي او وړې سلګۍ راخېژي
ماشوم ته وژاړم كه د بابا واورم ژړا
ګناه يې كومه كړې ده، د غرو خوارو كوچيانو
كابل ته وژاړمه او كه ستا واورم ژړا
ميونده! ګوره مه وله دلته ملالۍ وه
اى مسته كندهاره! كه دې بيا واورم ژړا.

سره
په وينو سره ده هره تيږه، هر يو ګل په دره
كله چې تاو شومه راتاو شوم د كابل په دره
بېخي ظالم و هغه ځوان چې يې خوشې وژلى
په قهر ګرځېده، راګرځېده دلدل په دره
ګلان وو تږي هم شبنم پرې اورېدلي نه وو
نرى نرى فرياد يې كړ، هغه بلبل په دره
بورا په چيغو چې تاريخ يې د مرميو ښكار شو
د غوټۍ غوږ كې غږېدله هغه تل په دره
حكيمي راشه چې دا وار اوبه د اوښكو وركړو
ورته حيران شې ولې وشو دغه چل په دره.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005