ژوند مي وړي دژوند ټوله هستي مي وړي
روح مي وړي وجود ځنې مستي مي وړي
دا کافر يادونه خپل در منعې کړه
غله دي دا دسترګو سپين غمي مي وړي
ما د وخت له هر جبر نه ساه ويستې ده
خوستا معصوم ښايست ،سره اننګي مي وړي
اوس عزرائېل نه راځي دې چم ته ډېر
خوکله چې راځي دسر سړي مي وړي
زه دخوشال تو ره دمغول لاس کې
خپل مي راته ګوري او پردى مي وړي