نورستا له مينې نه توبه وباسم
نورمې د خپل زړه دروازې تړمه
نور دې لنډيو ته غوږ نه نيسمه
نور د سندرو جنازې تړمه
نور دې يادونو سره لوبې نه كړم
نور دې تصوير ته شوګيرې نه كوم
نور دې دعا كې ګرانې نه يادوم
نور به سپېرې_ سپېرې ښېرې نه كوم
منمه ته په ما مينه يې خو !
زه په جونګړه ته محل كې اوسې
زه د تيارو په غېږ كې ساه اخلمه
ته درڼا په شيش محل كې اوسې
ګرانې بښنه درنه ډېره غواړم
زه ګناهګار يمه ما پړ وګڼه
ته ما له خپله ياده وباسه نور
ما ژوندى مه بوله ما مړ وګڼه
زه دې په مړو سترګو پو ه شوى يمه
نور به جانانه ستا سلام نه اخلم
زه مې دې خپل تنكي ماشوم شعر ته
نور ستا له حسن نه الهام نه اخلم
نور مينې ستا لپاره ستا په نامه
د عشق له تورو كتاب نه جوړوم
په تصور كې ستا له زلفو ځنې
خپل ترنم ته رباب نه جوړوم
ما ترينه لپه اوبه نه وې څښلې
تا ويلې زر كوه منګى مې راكړه
مادرسره وكړه وروستۍ فيصله
زړګى دې واخله او زړګى مې راكړه