شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازي يمه
بيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازي يمه
نن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندي وي
نن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازي يمه
بيا مي زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونه
تياره كي بله دا ډېوه ده، بيا يوازي يمه
اوس د دې لوى ښار، په دې شور كي ياد د كلي راځي
نن مي په زړه كي بيا هغه ده، بيا يوزاي يمه
اغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزل
شېرزاده څومره فاصله ده، بيا يوازي يمه