Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-10  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

دعا

                      
هره پيغله مو ملاله هر يو ځوان مو غزنـوي كړې
هر يو كاڼى  مو مر مر كړې هر يو ګل مو ګلابي كړې 

دې خوارۍ د لاسه خدايه هغه ورك افغانان وروڼه
په وطن يې سبب جوړكړې نور يې ختمه پرديـسي كـړې

هغه لر دي او كه بـر دي پښتانـه يو پښتانـه دي
خدايه! ته يې سره يو كړې پكې جوړه ورور ولي كړې

نو پښتون دى كه ازبك دى هزاره دى كه تاجك دى
واړه يو افغان ملت دى ته يې وركه تربګنـي كـړې

د مجبور د زړه نارې دي ته يې واورې لويه خدايه
چه افغان ته بده غواړي هغه خلك ليونـي كـړې


قدرت الله مجبور   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005