Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-12  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

بارودي زيرئ

راشه راشه د مرګي زيرئ دي راوړ
بيا د کوم يو ګلالي زيرئ دي راوړ

څه اغزن اغزن راګورې پسرليه
ښه پوهېږم بارودي زيرئ دي راوړ

پرې کوې مې د زړه مراندې ځوانيمرګه
چې د بورې مور زخمي زيرئ دي راوړ

ساقي زر ځلې در جار او صدقه شم
په سرو سترګو کوثري زيرئ دي راوړ

د دوزخ لمبې له کسته شولې تورې
چې فدا ته جنتي زيرئ دي راوړ

 

 

ميوند فدا_ خوست   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005