یاره ټول جانان _جانان شې چې غوسه شې
یو ځو چنده را ته ګران شې چې غوسه شې
اننګي دي شـــي د ســــرو ویـــنو ډنډونه
سور غمی د سُلیمان شې چې غوسه شې
څڼې څــــنډ واهـــــې د خیاله و زنګیږې
سم د سرو شونډو پیزوان شې چې غوسه شې
زړه دي نه ځي را نه ست د مستۍ غواړې
څو قدمه بس روان شې چې غوسه شې
لاس دي غیږه کړې خو زه ور پکې نه وام
تاو را تاو دي تر خپل ځان شې چې غوسه شې
ما پرې پوی کړې چې ګنا ه کولى نه شې
نِشانه د پاک ایمان شې چې غوسه شې
د«ځدراڼ» په سر قسم در څخه هیر شې
قسم خور په شنه اسمان شې چې غوسه شې
په مینه«ځدراڼ»
سویډن د مالمو ښار ۲۰۰۷/۹/۱۲