Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد رحيم امين

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد رحيم امين د محمد امين زوى په 1360ل كال د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ د طالب خان محمد په حزبخېلو كلي كې زېږېدلى دى. ديني زده كړې يې په فيض المدارس او نورو بېلابېلو مدرسو كې ترسره كړي او تر شپږم ټولګي پورې يې د (پيتاو) كلي په ښوونځي كې خپلې زده كړې روانې ساتلې دي.
نوموړي تر دې مهاله ګڼ شمېر شعرونه ليكلي او د دې تر څنګ يې په نثرليكنه كې هم خپل طبعه ازمويلې ده. په دې برخه كې يې اخښي (ډاكټر محمد اسحاق متقي) ډېره مرسته كړې، چې زد كړې او هنري كارونو ته يې هڅولى دى.
هسې خو نن سبا چې زموږ ځوانان خپل ښي او كيڼ لاس وپېژني، په يوې ګولې ډوډۍ پسې منډه وهي او د ژوند درنو بارونو ته اوږه وروي. د دې پرځاى چې زموږ تنكي زلميان په پوهنځيو او ښوونځيو كې پوهه ترلاسه كړي، د نورو هېوادونو په ګرميو، سختيو او مسافريو كې خولې تويوي.
امين يو ساده او بې الايشه ځوان دى، كله چې يې شعرونه لولو او د ده له مزاج سره يې پرتله كوو، نو وينو چې د ده د زړه او فكر څرګندونه په دې كوي، چې سړي ته د ده انځور وړاندې كوي. نوموړي يوځل خپل شعرونه د چاپ په موخه راغونډ كړل، خو وروسته يې له خپرولو ډډه وكړه. اوس لګيا دى د خپلو شعرونو يو چاڼ برابروي. چې په نژدې كلونو كې به يې خپور كړي. كه چېرې دغه زماني واټن نور هم وغزول شي، هم به يې تر هغه مهاله پورې شعر پياوړى او ګلالى شي، هم به يې هنري او ادبي تجربې غښتلې او ښكلې شي.


سترګې
سترګې دې ځار شمه، چې كفر په اسلام اړوي
دا زما ګونګۍ ګونګۍ خبرې په كلام اړوي
دغه حسين به بل يو نه وي لكه ما چې ليده
چې په يوه نظر هرڅو ياغي انسان اړوي
ورته كومه دوه لاسي سلام ګړۍ په ګړۍ
چې معتبر زما پر خوا ښكلي چشمان اړوي
ځان ته پاچا وم سرټيټى مې هېڅ منلى نه و
اوس راته وګورئ يارانو! ما غلام اړوي
دا يې قانون دى هم يې شرط دى د امين د جانان
د دنياګۍ له ټولو چارو د چا پام اړوي.

نړيوالو!
راشئ ټول لاس سره وركړو نړيوالو!
دا يو څو ورځې اختر كړو نړيوالو!
چې ويده راويښوي، ويښ ويدوي
دې درياب ته به شرنګ وركړو نړيوالو!
د خوښۍ كلام ته واړه به غوږ كښېږدو
منافق به درپه در كړو نړيوالو!
يو بيرغ به د ښكلا په منځ كې جګ كړو
لاس به ټول ورسره بر كړو نړيوالو!
د امين كلام شيرين لا به شيرين شي
دا به نور هم برابر كړو نړيوالو!.

تاو شوه
چې زما له زړه نه يوه ښه مسته سندره تاو شوه
د جانان مينه مې هغه وار ناببره تاو شوه
د خيال كوتره مې تله سېل ته د جانان كلي ته
ما وېل سپوږمۍ خو هغه پېغله وه، له وره تاو شوه
جنګي مژګان يې تېز راووهل د زړه پر څوكو
شوه رانه وركه، ګوره كوزه او كه بره تاو شوه
ماشوم هلك وم، د يو لوى ګوزار نشان يې كړمه
بس پسې سم شوم ما ويل كوم خوا ته په سره تاو شوه
هسې شوه پټه لكه غېږ كې د ورېځې برېښنا
تنكى امينه! له تا څومره دلاوره تاو شوه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005