Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-12  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

پردی

ژوند رانه پردی شو هم روزګار رانه پردی شو
ټول رانه پردي شوه چې مي يار رانه پردی شو
 
خلک ليوني دي چې به ماته ساده وايي
ټوله شپه زما وه خو سهار رانه پردی شو
 
ما ته د ايمان لاپي چې ونه کړې زړګيه
سترګې چې په سترګو شوو نو وار رانه پردی شو
ژاړمه په ځان چې نه د يو او نه د بل شوم
لاړه پېښور، او ننګرهار رانه پردی شو
 
خاوره ده زما او زه مي خپل واک پکي غواړم
ځای د اسويلي دى سلاکار رانه پردى شو

 

اسويلی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005