د سرو ګلو بوستان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
هر کاڼی جوړ له زرو ٬ زه يې ځار شم له ډبرو
هم دُر دی هم مرجان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
ځه ښکلې يې هوا ده ٬ هر درد لره دوا ده
په شنو ونو ودان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
پردی نه دی زما ورور دی ٬ زړګي لره ټکور دی
هر چا باندې چې ګران دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
پښتون او که تاجک دی٬ هزاره دی که اوزبک دی
ګډ کور د هر افغان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
کابل د اوربل ګل دی٬ خیبر ورته بلبل دی
د یوه ځان د بل جانان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
که لر دی او که بر دی ٬« ځــدراڼه » زما دلبر دی
سر لوړ پښتونستان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
**
د سرو ګلو بوستان دی زما کلی
ښایسته تر ټول جهان دی زما کلی
په مینه «ځــــــدراڼ