دا دې د کوم يو غم په وير باندې راواړولم
ته شې ويده زه دې شوګير باندې راواړولم
اوس مې خلاصون ترينه قسمته چې د زړه نه کېږي
دا دې په پل د کوم اسير باندې راواړولم
کله باچا کړي رانه جوړ کله ملنګ د کوڅو
محبت داسې يوه تقدير باندې راواړولم
اوس همېشه مې نظر ورک وي د چا ستر هنر کي
حسينه! دا دې په کوم زير باندې راواړولم
هغه چې ما به اوښتل ترې ځان له عېب ګڼلو
ستا يو نظر هغه زنځير باندې راواړولم
اوس مې نه زړه راکوي ځواکه نه ځواب راکوي.
دې زړه ناښاد داسې شرير باندې راواړولم