غزل
نور مي نه كيږي د صبر جام لّبريز دى
يـار په ما په سـل كـتا بـه ناجايز دى
دا چې څښم يې ملامت نـه يـمه شېخه
محبت كښي هر يـو كار راته جايـز دى
تږى تږى زړه مـي لږ راته سيراب كـړه
سپـين رُخسار دي د سړو اوبو كارېز دى
زه دي مـيني رنـځ نـيولى يم درديـږم
د نفرت له هر يو كـار نه مي پرهـيز دى
څه له عمره كـه وړوكى دى ريـبار خـو
په خبرو كښي چلاك دى ښـه انگريـز دى
د مجبور د زړه له سـره ويـني څـاڅـي
د بېلـتون چړو غوڅ كړى رېـز مرېـز دى