موږ د کوم جرم له لاسه د خپل ننګ په ویر اخته یو
په بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یو
اولاده د یوه بابا یو په واحد ایمان شریک یو
د همت څلي مو وران کړه د فرهنګ په ویر اخته یو
د اخلاقو کډي بار دي د سلوکو زیور مړ دی
سمه غر د ویر په خوله کي د کړنګ په ویر اخته یو
ډلي ډلي خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې ته
موږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یو
له ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتو
د مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یو
د ښایست د کاروانونو لاري خپله موږ تړلي
د تریاکو، د کوکنارو او د بنګ په ویر اخته یو
د ژوندون له دایرې باسو په زرګونو نر او ښځي
د غم داسي یوه صحنه ده څنګ په څنګ په ویر اخته یو
د ښکلا د نړۍ لیست کي زما نوم ته مکان نشته
خدایه څنګه موږ د عصر د نهنګ په ویر اخته یو؟