رب چی کړه پیدادنیاپه لمربیاسپینه سپینه ده
فکرمی کاوه جهان چی ټوله مینه مینه ده
ګورم دادم ترڅنګ چی هرځای شیطانان اوسی
غرقه له فساده ځمکه وسوه اتیشینه ده
اورم چی درحم په مظلوموچالاسی تېرې کړې
چادتورتوپک په خوله بیاتویه وینه وینه ده
چاپه تورتمونودړې ماتې مرۍ پرې کړلې
څوک ئې کړه بې پته چی دنیاورته شېرینه ده
چادبل په ژوندلوبې تازه خپل هوسونه کړه
چاخپل دنامه لپاره تویه دبل وینه ده
ملاجهان تړلې چی پښتومونږپرزولې ده
ورانه مونږپښتوکړه چی پښتورانه غمګینه ده
سپکه موکړه ژبه چی لوظونه موږمات کړیدی
نن دبل لباس مونږته دبل ژبه سنګینه ده
یاتش له عرفانه یاموبرخه له ازله ده
غرغونډې صحراموداولس په وینوخوړینه ده
کفرکه اسلام دی دماڼیوپه نقشودې بوخت
زه دهدیرونقاش بیګاه سبامی مړینه ده
خلک ځی سماته سنجوی خپل دژوند چارې دی
زه (افسوس)ځم کښته ځای می څاه ده تاترینه ده
ګردی ځنګل