تيره شپه مى ناقراره وه رانعلې
ماښودلې درته لاره وه رانغلې
ستا دهيلو ډيوه ټوله شپه زمازړه کى
لګېدلې تر سهاره وه رانغلې
هاغه،پورې غره کې زموږدکاڼوکلې
در ته رنګ مى هره باره وه رانغلې
ماوې ټول شته زړه ځواني به ستاپه نام کړم
خو دا برخه مې هم خواره وه رانغلې
،، بى ريا ،، درته تنها سترګې په لاروو
دا جونګړه خو وز ګاره وه رانغلې