مست هلمند
په مست هلمند کي دي بهيږي،اوس غمجني اوښکي
پر هر ه ژ به د څپو يې ، فر يا دو نه پر ا ته
ګونګه بورا په ورټ-ورټ ژاړي پټ له ځا نه سره
په هر ګلبڼ کي پاڼي ، پا ڼي سر ه ګلو نه پرا ته
*****
اوس دي دبام له پاسه نه ګرځي سپينکۍ کو تري
ځکه چي ځا ی يې، اوس خوني هليکو پترو ونيو
هم دي دکلي ماښامونوته ،هاسپيني رمې نه رادرومي
تو رو لېو ا نو ځا ی په څنګ کي ، د وندرو ونيو
*****
د لته سند ر ي ، په ګړ زا کي د بمو نو و رکي
بڼونه سوځي ، د و رېت شوي بلبل چيغي مړې د ي
مو ږ له غمو ، او نا ور ينو ، سره عا دت نيو لی
لو ی حا ديثې مو دهر جبر او س پر سر سړ ې د ي
*****
پويم (حبيبه) چي به ته هم اوښکي - اوښکي ژا ړ ې
د شمعي ژوند دي په قسمت کښي تل ازل کر لی
تا د ( کامران ) ا و لس لپاره ، رب خواستونه غوښتل
بيا دي په لپه کښي نن تور رقيب غوبل کر لی
*****
نه دي باګرام کښي ترکي پيغلي اوس اتڼ اچوي
نه نا رنج ګل ته دي، له چينه شاپېرۍ را درو مي
پر هره د ښته دي خو ني غشي با ران او ريږ ي
نه دي وطن ته له ختنه ، او س هو سۍ را درومي
*****
چي تر قدم ستا دبا با و و، د اسو نو لا ند ي
له هغه خاور ي اوس را الو زي ، لمسو ن با دو نه
هر تمد ون مي د شعو ر له ښا ره کوچ کړ ی د ی
د ژوند بېړ ۍ مي ځنګو ي ، دغه مجنون با دو نه
*****
تا ته زه څله د انځو ر په ، ژ به حال د ر لېږ د م
تاخو پرد ېس کښي ، هم څو ځله خپل زړګی چاودلی
ضمير کا ڼه به دي ، په سوو چيغو څه خبر شي
اه ! چي نه چا دي ، کوم پيام او کوم وصېت منلی
په سويډن کښي مېشت پښتوپا ل افغا ن
حبيب کا مران صېب ، ته ډالۍ !
نو م ورکی مسا فر:
ستا د غيږ ي له جنته ، بياپه اوښکو-اوښکو ځمه
بې زا ر يو بې مينته ، بيا په او ښکو-اوښکو ځمه
ستا د ميني په تکل چي ، مي ودا نه دانړۍ کړه
پا ته نشوه سلا مته ، بياپه اوښکو-اوښکو ځمه
د ز ما ن هره سند ر ه ، پر و ير جنو را ګو او ړي
له دې ستړي ريا ضته، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
اه ! يوخوب ندی چي بيايې،وتعبيرته شپه سباکړم
له دې تريخه حقيقته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
ستا د عشق خوږه قيصه مي،څومره پټه- پټه ېوړه
نن رقيب ته شوه جوته،بياپه اوښکو-اوښکوځمه
تا نو م ورکی مسا فر کړم، دخپل خيال پروطنونو
د اسي نه چي له غربته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
نور دستو رو سترګکو نه ، را ته مه وهه اسمانه !
دادی نن له دې وصلته ، بياپه اوښکو-اوښکوځمه
د دې ښکلو په ستايلو ، دلته هم نن ګنهګار شوم
د بد ر نګو له تهمته ، بيا په اوښکو-اوښکو ځمه
دزړګي له هره ګوټه ، چي مي باسې هيڅ ګرم نه يې
نا بللی و م بې سته ، بيا په اوښکو- اوښکوځمه
د فراق ناترس خبردي ، نن دسور دشپېلۍ ږغ سو
اه ! له د غه قيا مته ، بيا په اوښکو-اوښکو ځمه
د ايو ځل ندی چي نور نو،دجانان کوڅې ته نه ځم
ملتيا ر به څو کرته ، بيا په اوښکو - اوښکو ځمه
جلا جل :
واه ! عجب ښکلی محفل دی د ساقي په لاس کي جام دی
د خلو ت سکو ت معتل د ی ، هر زاهد خيام- خيام د ی
دساقي په ښکلي لاس کي،نن پياله سپوږمۍ-سپوږمۍده
د ا د هجر لو ی ا جل د ی ، د اد وصل لوی پيغا م د ی
د جنو ن هر ه نا ر ه ز ما د د ر د و نو يو ا هنګ د ی
عقلمند د لته مهمل دی ، مستا نه ښکلی ما ښا م د ی
د فراق ځنځير ما تيږ ي، په محفل کي شرنګا شرنګ دی
چي وی - وی په واه ! بدل دی ، دې هوس ته مي سلام دی
هو ! زه د اسي چو لا وه يم ، چي د جام پرځای خم غواړم
ډير مي څښلی تريخ زول دي، بل ساقي راته رام - رام دی
و لي غا ښ چيچې ر قيبه ، ملتيا ر ته پر څه با ند ي
د ا احسان دجلاجل دی ، چي ترڅنګ يې ناست ګلفام دی
تور کا ڼی :
د ا د ما تم ډ کي شېبې به ا ه ! تر کله ر ا ځي
بد ر نګ لا سو نه به لا نو ر څو تر کابله ر ا ځي
هغه تو ر کاڼی چي پلاس کي،تور زمان ګرځا وه
ما وې ! ضرور به دا يو ورځ ترشيش محله را ځي
چي مي د او ښکو په باران ، دهيلو بڼ سمسورکړ
نن يې غو نچو ته د ا ها ړ خو ني منګله ر ا ځي
چي او ر ېدل يې د خوږ من زړګي،وروستی خوځښت وي
هغه خبر مي هر ه ور ځ ، له ورا ن بور جله راځي
د ژ و ند پر څا نګه يې خزان ، دمرګ کېږدۍ و هلې
د جنا ز و ډ که و ږ مه ، له هر ه ګله ر ا ځي
کو مه ا ړ تيا ا وس د نا ترس مهال د نخښي نشته
د جبر غشی مي ر سا تل تر کو ګله ر ا ځي
چي د زخمي زړه پرها ر ونه مي ټکور ترې اخلي
د ا مسيحا وږمې دي ورو – ورو له اور بله راځي
چي مين زړه يې د نيمذال بهار، په ياد رنځيږي
د ا نر ۍ سا ند ه له هغه و ير جن بلبله ر ا ځي
و ر ک سبا و و ن مو ملتياره ! چيري بيا ونه ليد
نا پا يه شپې د ي لا تر ا و سه يوه پربله را ځي
ګنګاـ
دسپوږمۍ غوندي مي اوسې،دخيالونو په اسمان کښي
ما له ځا نه سره يو سې ، د خيا لونو په ا سمان کښي
د ر ڼا په قدم راشې تل د ستو رو په څېر مسکه
جلو ګره د تيا رو سې ، د خيالونو په اسما ن کښي
هم غزل شې هم سندره ، هم مست ترنګ د ربابونو
هم الهام د نيمو شپو سې ، د خيالونو په اسمان کښي
ته ويدا يې ، ته سوما يې، ته د ميني کلک ايمان يې
د ګنګا د سيند لامبو سې ، د خيالونو په اسمان کښي
د پر هر سينې درشل ته ستا يا د ونه مرهم راو ړ ي
تل تسل دخوږو زړو سې ، دخيالو نو په اسمان کښي
چي دعشق په انتهار کښي ،داوروستۍ ارمان هم درکړم
په اېثار به مي بيا پوسې ، د خيالونو په اسمان کښي
که محفل ته جانان راغلی ، خدايږو ته هم چوف ربابه
بيا به ، خپله په نغمو سې ، د خيالونو په اسمان کښي
که په جام کښي د سرو ملو حو ر ي وو ينې زا هد ه
تو به ګار به له تو بو سې ، د خيالونو په اسمان کښي
ملتيار د ر پسي ګورم ، تل لمر ين - لمر ين جا نا نه
ته نهام تر تورو غرو سې ، دخيالونو په اسمان کښي
هسک منا ر
ستاپه خيال کي چي تل ورک وم،تادريادنکړم هيڅکله
که رنځو ر وم که روغ رک وم، تادريادنکړم هيڅکله
چي د ژوند پرهره پاڼه، يې ستا نوم اځغی-اځغی وو
د يو داسي ګل محک وم ، تا در يادنکړم هيڅکله
چي دې تورو اوږدو شپوته،څولمرين څراغونه راوړي
زه د هغه سهار څرک وم ، تا در ياد نکړ م هيڅکله
چي تل ستادپلونو نښي،په خپل وران زړګي کي ساتي
هغه لا ر هغه سړ ک و م ، تا در ياد نکړم هيڅکله
هر ه ژ به د څپو مي ، ستا په ياد ټپه - ټپه و ه
هم امو وم هم اټک وم ، تاد رياد نکړم هيڅکله
لايو څوخزاني د ښتي ، د وږ مو په روح ژوندۍ وې
هم پغمان هم هنه وړک وم، تا دريادنکړم هيڅکله
چي دميني وهرلمونځ ته ،دي تل هسک منار ولاړوم
د د يد ن هغه مزدک و م ، تاد ر يا د نکړ م هيڅکله
خوله پر خوله به ګرځېدمه ، دبې دردو په محفل کي
د مغرو ري خندا کړک و م ، تادرياد نکړم هيڅکله
د د ې چو پو رڼو ستورو، ښکالو هم راتله غوږو ته
ملتيار د ر پسي څک و م ، تا د رياد نکړم هيڅکله
ګو نګ ا نځو ر
د ر نه تللی په بل لور يم ، په يا د و نو کي مي نغا ړه
ستا د ميني ګونګ انځور يم ، په رنګونوکي مي نغا ړه
ما د ژوند په سيکه واخست د رنه عشق ،خوتا رانکړ
د شهيد ي بو را پو ر يم ، په ګلو نو کي مي نغا ړه
تل له يخ کنګله ز ړه نه ، د يو ښکلي ا لهام اخلم
د ا رغند د څپو شو ر يم ، په رګو نو کي مي نغا ړه
د خليل له خاورو جوړ يم،ا ې نمرود- نمرود ښايسته
ا ز مو يلی د ي هر اور يم ، په ا و رو نو کي مي نغاړه
تل د خلګو پر خلو ګر ځم ، ستا د ميني ا فسا نه يم
هېرمي نکړې زوړفولکلور يم، په نکلو نوکي مي نغاړه
پا م په ژ به د ټپو مي ز مز مه نکړ ې ښکلو کي
د ر قيب د لاسه ترو ر يم ، په رمزو نو کي مي نغاړه
چي په تو ر د تور مغل د ي ، پرېکړه کړې د تالا ن ده
راځه ستا د زوکړي کو ر يم ، په بمو نو کي مي نغا ړه
هسي نه چي ! ز ه يو شعر يم ، له يو غمه ځېږ ېد لی
ملتيا ر ه يو ټکو ر يم ، په د ر د و نو کي مي نغاړه