بېگا مې مړ په خوب ليدلې
سترگو مې اوښکې څڅولې
په چيغو- چيغو مې ژړلې
يواځې زه او سپوږمۍ نه وو
ستورو مې هم اوتا ليدلې
دا چې بالښت مې تر و لوند دى
چينې د سترگو مې ورټلې
سهار مې سرو شونډو پتري نيولي وونه
نجيب الله نايل
بېرته شاته