وایي اغیا ر چې ددوزخ ژبه ده
زه به جنت ته دپښتو سره ځم
اغیارتل وایي چې زه نه غواړمه
زه به جنت ته ښاپېرو سره ځم
بې ریا وایي ظلم ولې کوﺉ
زه دپښتو له مشورو سره ځم
افسوس په منډو باندې ستړی شولو
مه مې پرېږدﺉ ز ه زولنو سره ځم
شاهین راچیغې کړې له هغې خوانه
زه انډیوال یم پرهرو سره ځم
فاروق خوشحال شو ویل یې ماته
زه دپښتو له خاطرو سره ځم
شکرالله وایي بې وفا يارانو
منډې وهم له سر وهو سره ځم
نسیم ستوری په تاکید وایي مونږته
دپښتوشعر نویو پلرو سره ځم
خپلواک کړ پیل کار دپښتو له پاره
دعاصي شعر پیاده کېدو سره ځم
وایي تکل په خوږې ژبې سره
دسباوون له ژر راتلو سره ځم
واخیست قلم فاروق په ګوتوځکه
دځوان پښتون له پلانو سره ځم
شېرزاد ډېرخوښ دﺉ وایي ماله چې زه
دپښتو نویو غزلو سره ځم
داثر خوله له خندا ډکه وایي
دکلي پېغلو غیرتو سره ځم
عابد پاڅون په همغږۍ کې وایي
مجبورۍ شپې له څو بیتو سره ځم
وایي څپاند ،زمرجان نثار بل سره
دپښتو ډیرو کتابو سره ځم
شاپور دا وایي سره یوشۍ وروڼو
زه به د ټولو مشورو سره ځم