((هغه)) ديوې شعري ټولګې نوم دى چې وينا وال يې ځوان شاعر اوليکوال ذبيح الله احساس دى چې پدې ورستيوکې دسالنګ کتاب خپرندويه ټولنې لخوا دچاپ په ګاڼه سينګارشوه چې منځپانګه يې په ښکلو غزلو،نظمونواو شعري ټوټو رنګينه شوې،او داحساس دخيال،فکر،انداوژوند انځورګري کوي
هغه په پښتو کې هغه نومزرى(ضمير) دى چې دښځينه مفرد غايب لپاره استعمال شوې،شاعريې دخپل ژوند هغه مينه،ښکلا،راز او دزړه اواز بولي چې له فطرته يې په خټه کې ګډشوى او اغکل شوى دى،هېڅ ترې دبېلېدا احساس نه شي کولاى لکه سيورى هر ځاى ورسره وي ؛خوچې کله يې له ستر ګو لږ پنا شي بيا ځان په ورکه حسابوي او وايي:
ځان مې نه وينه مه ځان راځينې ورک دى
دچازړه کې يم جا نا ن ر ا ځينې ورک دى
ذبيح الله احساس که څه هم دافغانستا په شمال کې اوسيږي؛خودشعر ژبه يې ډېره ساده، روانه اوخوږه ده. احساس ترډېره دپښتوژبې دسوچه وينو دودولوهڅه هم کړې لکه دمثلث لپاره يې ددرې ګوډېز کليمه راوړې.دسوچه وينواستعمال دشاعر دخپلې ژبې سره دبې کچې مينې څرګندونه کوي.
ياده شعري ټولګه چې سکالويې تر ډېره په عشق راڅر خېدلى چې دشاعر دزړه درده،مينه او احساس پکې له ورايه څرک کيږي.لکه چې وايي:
زما له خوانه دې هم داسې تېر شـــــــــي
خير دى ستا زړه کې دې زرغون شي سپرلى
غو ټۍ غوټۍ هيلو زړه مه غـــور ځـــــو ي
کېداى شي دلته هم رنــــګين شـي سپرلى
زما ځواني دې وي خزانته ورتـــــــــــــه
ست په سـينه دې لو نګــين شــي سـپرلـى
بيا به ترې ځار شمه قربـــا ن به شـــــــمه
لکه ستا مخ، که سور او ســپين شي سپرلى
داحساس زړه دمينې ،عاطفې او نرمۍ ډک اودسوليز،هوسا اوخپلواک ژوند لېواله شاعردى. نه زورور خوښوي او،نه زوروروسره کلي کوي بلکې کلى زوروروته پرېږدي اودى دخپل جانان سره ديوې سوکاله او ارامې فضالټې پسې وځي .
راځه غاړه غړۍ شو له دې کلي لرې لاړ شو
جانانه زياتي سخت شو زورورو سره ژو نــد
اويا
دژوند له دې جنګي ښاره لاس را کړه را پسې شه
دامن په دېره دزړه کا له کــې به دې ځاى کړم
که له يوې خو احساس نرم زړى او زړه سواند دى ؛خو له بلې خوا دچا دګواښ او ننګونې څخه هم نه دى وېرېدلى زړه يې تل دغه سې خلکوته کاڼې کړى،ورته يې داسې ځواب ويلى، چې دمرګ او ژوند پرېکړې هغه چاسره دي چې پيداکول او پنا کول کوي:
دمره په زغرده راته مه وايه چې سا دې باسم
داواک دهغه دى چې چا ما ته راکړى نفس
زموږ دګران هېواد دښمنانو تل داهڅه کړې چې دلاسه مو قلم واخلي، پرځاى يې راته ټوپک ګوتوکې راکړي او دجهالت ګندې ته مو ور وغورځوي. که څوک ددوستۍ لاس را اوږدوي هم تر شايې اهداف نوروي.مو تل ددوستانو ښارونه رټا کوو؛خو دوى مو ډېوې مړې کوي.شاعر هم دداسې ناروا، زورورو له تيرې سرټکوي :
زموږ بل څېراغ يې يوړ زموږ هر څه يې تيا ره کړل
ګوره ځان ته يې راڼه کړل زورورو ما ښامـــونـــه
بل ځاى هم د ظالمانو دتيري ګيله کوي.
بيا زموږ په کلي باندې نورو لا رې جوړې کړې
بيا خو زورورو په کمزورو لا رې جـــوړې کړې
دشاعر زړه دپښتومينې دومره په سر اخېستى چې هرڅه خپل رنګ ته را اړوي؛خو داکار دومره اسانه هم نه دى،بلا ډېر وخت غواړي،شاعر هم بېړه نه کوي په سړه سينه دې موخې رسېدوته شپې ورځې شماري.
وخت به راشي چې وختونه پښتا نه شي
واړه ژبې ا و لفظو نــــــه پـښتا نه شي
خير دى خيردى چې اغزوسره يې ژوند دى
يوه ورځ به ګلا بونه پــښــــتا نه شـي
شاعر بلا کړې په محبت کې يې هم له پښتو کار اخېستى، ځان يې چاته کم نه دى را وستى لکه خمزۀ بابا چې حسن په غوږ وهلى او ورته يې ويلي چې په خپلې ښکلا دې ناز او غرور مه کوه :
حسنه ته مغرور يې زه پښتو ن يمـه
ما نه ده ښودلې ګدا ستر ګو کــې
احساس دپښتون ننګ او مېړانه پدې ډګر هم ښودلى
داچې مې يار دځان په رنګ خپل کړى
دمې ددوه سترګو پـه جنـګ خپل کړى
دزړه حجره کې مې چې تل اوسـيـږي
لکه پښتون مې دى په ننګ خپل کړى
هر چېري که پـښتانه په هرڅومره ښکلو ښارونو او بنګلو کې اووسي،بيا هم خپل دخړکلي کور ژوند نه هېروي په کليوال ژوند مين شاعر دښار رنا ګانې او ښکلا ګانې له کلي لوګى او سپېلنې کوي. وايي:
ترېنه لوګى شه،ترېنه ځار له کلي دا ښــا رونه
پېغلې لري ځوانان لري خو ماذېګر نه لـر ي
کليوال ژوند که څه هم دښاري ژوند سره جوت توپير لري،پېغلې يې ډول،سېنګار نه کوي، زلمي يې شډل پډل ګرځي ،په ژندکې يې ساده ګي ډېره وي چې همدې سادګۍ شاعر دګليوالي ژوندڅخه متاثره کړى.
درڼاګانو ښا ر نه تـېښته کوي
زموږشډل کلي کې ژوند خوښوي
بس کليوال خويونه يې ټول درک کړي
له شنو بنګړي ډک مړوند خـــــو ښوي
/دسپين غروږمې ادبي،راډيوي خپرونه،جلال کوټ