Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2011-02-13  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

لیونۍ خوب

څنګه د ګونګی خوب درته بیان کړم
څنګه د ړوند نظر درته افشان کړم
نـو خدایـه خدایـه بیـا بـه څــه شی
که د سرسام سوچ درته عیان کړم
چه لمر نه دی راوالی تیغي
ستوری سپوږمئ یادوه نیغي
ګوره څراغ نیشته او رڼا ده
سُورۍ ي نیشته عجیبه رڼا ده
د شپي کمۍ وو
نن وختی کورته راغله شپه
لمر راخیژی عجیبه ده شپه
ورځۍ قیصه کوله سپوږمئ ستورو ته
چه د شپه څومره توره وی
په یو ساعت کښی شولو ماښام
 هر اړخ ته تیاره خوره وه
سحر شوۍ نه وو خو شپه تیره وه
ستوری سپوږمئ نه وو راختلی او سحر شو
نه رڼا شوه نه شپه نوره وه
توره خړه وه بس دهغۍ کونج ته ګوره
لکه چه څوک ي طمبۍ ډبوی
غوږونه مِ داسۍ وُتریدل
غوږونو مِ شعاګانۍ راغونډولۍ
چه لنډو څپو ته مِ تاؤ کړل
چه یا قربان شو
او په دویم غورځنګ کښی ورپسۍ وايئ
چه وخت مازیګر دۍ دیدنونه ټولوومه
زه مِ د لبانو د مسکا نه پوهه شوم
چه د چا او څه وو
ژمونږ په چم کښۍ
یو وو شیخ چه مشهور په بزرګ وو
همیشه به پاسیدو په نعرو د چرګ وو
سم د پیریانو ډم وو
پسته د آذان نه به ي سحر کښۍ
 د نعتونو فیته لګوله په سپیکر کښۍ
خو نن شیخ رشتیا په غلطه او خطا وو
چه د مصرعو فیته ي واچوله برابر کښۍ
خو ما پري تندۍ ګونځۍ نه کړو
او سترګو مِ بیا خوب ته بډۍ راښکلۍ
ما په ویښ ذهن او پټو سترګو لیدل
چه مینځ کښۍ یو خوب دۍ چه مِ یو طرف ته
ترۍ دی سترګۍ او ماغذه مِ دی ترۍ بل طرف ته
او د خوب لکه د اوبو یو بل ته ورچړت وهی
زه ورته ولاړ په یو کوڼا ووم
او د دِ دواړو ډلو مسابقه وه
څه خواګه څه ترخه څه پیکه وه
مالیدل
چه ستوری سپوږمئ ځما کورته راغلو
ورپسۍ لمرهم په بهیدو بهیدو دننه راغلو
سپوږمئ رڼا وکړه په غلط وخت کښۍ
 راوختله ډیره په خطا وخت کښۍ
سپوږمئ راغله په کړکئ
او چکرۍ ي والۍ په انګړ کښۍ
ستوری وو رامنډۍ ښپۍ
څه وو په کښۍ ابله ښپۍ
بۍ حجابه وه سپوږمئ
بیا هم نه پړقیده لاره
خو نن ناوخته ځما کور کښۍ راوټوقیدو لمر
په ماښام کښۍ ي شغلو رڼا واچوله د سحر
او زه ورته تش لاس وار خطا ولاړ یم
ځان سره ګونړیږم
چه د لمر ستوری سپوږمئ چرته وُنه خوری
ځان راته تبریز ښکاریدو
لمر مِ بیخی راټیټولو
په ډوبیدو لمر مِ راټینګولو
بس قیامت جوړیدلو
او فردوس مِ په ځمکه راوړلو
چه د ځمکۍ رنګ بدل شو
د انسان عقل ستورو نه وزر ویستل
دومره مِ آیئنۍ ته کتلی وو
چه خپل مخ وو رانه هیر
تنها خبرۍ دِ راته یادۍ وۍ
ستا مخ هم وو رانه هیر
 قلاری وه دومره ډوبه
ځما خاموشی هم د خبرۍ سُورۍ وو
د ګل د کولاویدو د هړپار آواز مِ اوریدو
ځما بۍ زبانۍ چغو ته ځان سازولو
په خاموشۍ کښۍ مِ د آواز موندو کوښیښ کولو
چه سپوږمئ لمر ته ورو غوندۍ راپریښو
چه ستا سُورۍ ما څیړی
او زه د خپل سُوری نه یریږم
د ماښام په خور سُوری کښۍ  به ځما سُورۍ رنګ رانه وړی
ګلونو سره به مِ خبرۍ د ازغو پشانۍ کولۍ
ځکه د ګل د ناز سُوری لاندۍ راته د پیریانو پلونه ښکاریدل
د انسان په جُوسه کښۍ د بنده سُورۍ دۍ
انسان د انسان عبادت پریښۍ نه دۍ
ځما نه ګډ وډ شوۍ دۍ د خپل ځان
زه خو ګرزم په لټون کښۍ د خپل ځان
زه حیران یم چه تا څنګه خداۍ وُ موندلو
ولۍ چه انسان خو تراوسه  پورۍ په تلاش کښۍ د انسان دۍ
د تندی لیک مِ وینځلو نه ورانیدو
 د راته ښه معلومه وه چه د قسمت سر خوړلی
لیک بدلیږی په دُعاګانو سره
زه د تندی کرښو نیولۍ هم نه ووم
د غنمو په وُنه کښۍ میوه جات مِ زرغونه ولۍ شو
لفظونه مِ هر وخت بۍ معنۍ کولۍ شو
کله نه کله به د رڼا کرښه په تیاره کښۍ ورکه شوله
ستوری به شړنګیدو
 څه به ځما په سر ګډیدو
سپوږمئ به نڅا کوله
د لمر رنګ به زیړ وُتښتیدو
د ځمکۍ د سر نه آسمان کوچیدلۍ وو
ٌ سمونٌ  به د خندا نه تک شین شو
شپه نوره هم توره شوله
لکه په شپه کښۍ په تورغرکښۍ
 په تور مار چه تور څادر واچوۍ
نو د مار په ښکلولو کښۍ به څومره مینه وی
بیا هم مار خپل بچیان خوری
ولۍ چه ځان په خطر کښۍ وی قتل روا دۍ
یوۍ شپۍ له که راکښۍ آسمان
نو یو ځائۍ به کړم ځمکه آسمان
خو بیا به ځمکه پاتۍ نه شی
زه خو په مړو شمعو میئن یم
په ولاړ سمندر کښۍ
په یخ اُور کښۍ سوزم
زه په سپوږمئ کښۍ ستر شوۍ یم
ستورو ته به مِ لارۍ خودلۍ
ته د لمر یو موټۍ رڼا نه شی راوړلۍ
نو د آسمان نه به ستوری څه راوړۍ
نیشته د سپوږمئ خپله رڼا
نه رسی د سپوږمئ رڼا ته
که لمر څومره هم تیزشی
ته پخپله ټوټه ي د سپوږمئ
ستا پلونه ګوری راټیټه شی سپوږمئ
د سر د پاسه شته ستوری سپوږمئ
ټولۍ ستا چه په آسمان کښۍ دی څومره سپوږمئ
د ماښام رڼاګانۍ شته خو ښکلی نه دی
که د شپۍ نه تیاره کړۍ لرۍ
او د ورځۍ نه رڼا کړۍ لرۍ
شپه به ښکلۍ ورځ به بد رنګه شی
خو چه څه په تیاره کښۍ کیږی
هغه په رڼا کښۍ کله کیږی
که د شپۍ زړه غواړی کنه
ستوری سپوږمئ به را خیژی
که د ورځۍ خوښه وی او کنه
د تیارو سینۍ به شلیږی لمر به راخیژی
بس دۍ نور پاسم
مونځ به قضا شی
نیکه به مِ راشی
بیا به غوریږی 
خوبونه نه ختمیږی
نور خوب به بیا وُګورو
خوند ي نورهم سیوا کیږی
خوبونه نه ختمیږی
خوبونه نه ختمیږی

امیر سرسام سمون   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005