زموږ معاصرو ادبي تذكرو د ابوالخير په نامه تر اوسه پورې يكي يو شاعر هم په موږ نه دى پېژندلى. يو ابوالخير چې تخلص يـې ځلاند دى، زموږ محترم او مشفق دوست دى، چې اوس هم حيات دى او د اوږده عمر خواست يـې كوم.
دغه ابوالخير چې متاسفانه موږ يـې د څه اثارو له لاسته راوړلو څخه لا تراوسه محرومه يو. خو البته موږ دلته د ده دېوان د هغې يوې شلېدلې پاڼې په ذريعه معرفي كوو، چې ما ته د پښين د ناوې د لمړانو د كلي د ارواښاد مولوي رحيم ګل لمړ كاكړ په كتابتون كې هغه وخت په لاس راغله، كله چې زه د خپلې څېړنې او موندنې د سفر پر وخت د هغو كلي ته ورغلى وم.
له دې يكي يوې پاڼې څخه داسې څرګندېږي، چې دا له يوه بشپړدېوان څخه راجلا شوې وي، ځكه چې د پاڼې پر څنډه د نوموړي مولوي دغه يادښت خوندي دى: "اين كتاب در ملك مولوى رحيم گل"
له ډېرې هڅې سره –سره بريالى نه شوم چې ددغې يوې پاڼې د دېوان اصلي خطي نسخه لاسته راوړم، خو شايد چې قدرت ته دغه منظوره وه، چې د همدغو پاڼو په موندلو دې دى د تل لپاره په پښتو ادبياتو كې د يوه خوندور شاعر په توګه خوندي شي.
دغه پاڼه ډېره زړه په ژړبخون پخواني كاغذ، په تور خط ليكنه لري، چې قدامت ځنې اټكلېږي، خو د نويو څېړنيزو اصولونو (Modren Reasarch Method) په اړه بېخي هېڅ اټكل نه شم كولاى، چې په كوم وخت او په كوم ځاى كې دې د چا په لاس ليكل شوې وي، په خپله دې د ابوالخير په لاس ليكل شوې وې، كه د كاتب. په دغه دستياب متن كلام كې څه داسې داخلي شهادت لاسته راځي، چې موږ دې دده د ژوندانه زمانه ځنې راوباسو او نه بل داسې څه خارجي شهادت موجود دى، چې د ده د اوسېدو، قام و نسب، عمر او نورو احوالو په باب استفاده ځنې وشي.
د (هـ) د رديف په دغه شلېدلې پاڼه كې د ابوالخير يو بشپړ او دوه نيمګړي شعرونه د يوه پاتې او د بل پيل راغلى دى.
ليكدود يـې پښتو پخوانى ليكدود دى او هغه د پخوانۍ املا مراعات يـې په پام كې نيولي دي، مثلاً:
د كډو پشــان بـېمـغـز وجود مكړه
د انار پشا پر مغزه يك همان شه
ډېر ځايونه بسته – بسته حرف ځنې پاته شوى وي، لكه په پورتني شعر كې چې د (پشان) "نون" ځنې پاتې شوى دى. ځينې ځايونه "الف" او ځينې ځايونه نور حروف ځنې پاته شوي دي او د هغه وخت له املا سره سم لفظونو ته په زوَر، زېر او نورو اعرابو حركتونه هم وركوي.
د ابوالخير له شعر څخه داسې معلومېږي چې دى خورا پوخ ژبى شاعر دى، شعر يـې ډېر پوخ، روان او د كلاسيكې دورې ښه نماينده شعر دى. د شاعرۍ فلك يـې د تشبېه، استعارې او حقيقي ښېګړو په ستورو خورا زيات ښايسته كړى دى. د ابوالخير پر شعر د تصوف رنـګ غالب دى او د پند و نصيحت په نمك يـې د شعر خوند ښه ډېر ورسم كړى دى. خو د حُسن او عشق په ناپايه بحر كې يې هم خپله بېړۍ روانه كړې ده:
چې يـې مخ د سترګو واكړ ستا پر ګلو
ته چې تېغ د مخ د آب تر غلاف كاږې
د لاله غنچه په وينو كې غرقاب شوه
علامه د شهيدوالي زما په باب شوه
ولې چې موږ د ابوالخير د شعر يكي يوه پاڼه په لاس كې لرو، نو لازمه ګڼم چې د هغې پاڼې بشپړ نقل د ده د شعري بېلګې په توګه وړاندې كړم. لومړىمخ:
د كډو پشان بېمغزه وجود مه كړه
د انار پشان پر مغزه يك همان شه
د غفلت له خوابه پاڅه بېداري كا
د يقين له مخه ورك لكه ګمان شه
د يقين په جامه پټ واړه بشر كا
د ګمان د بد لباس څخه عريان شه
په معنى كې وجود ګل واړه سره زر كا
دزرګر په شان صراف د خپل كمان شه
په چمن د حقيقت كې واړه ګل شه
په خطر كې يـې له وېرې د خزان شه
كه دې واك و وقوب رسي و نېكي ته
بې له نفسه و هر چاته په احسان شه
كه راحت په عقبا غواړې ابوالخيره
په دنيا كې په طلب د هغه جهان شه
تل تر تله په معنى شه رنګينه
سر تر پايه كُل وجود كړه آيينه
د صورت طعام په اور د عشق شه
ښه يـې نوش كړه د معنا دې پياله
هسې ورك د ما طرف د حقيقت شه
كه يـې غواړم مدام ګورم پر سينه
كه طامع يـې د معنى د كنډپوشه
دا صورت كړه خرقه پوش پشمينه
د صورت لښكر به ټول شي فرمان برد
كه د زړه په لاس انګشت كړې نګينه
نورو خلقو سره كين و جنـګ حرام دى
نه له د ېوه او نفس سره كينه
بل مخ:
په ښه خوى په ښه عمل شه ابوالخيره
په صالح عمل وجود كړه پيرينه
تجله چې راښكاره ستا د افتاب شوه
روښنايي د شمس قمر قطره د آب شوه
له حيا دې څوك و مخ ته كتاى نه شي
د صورت برف ويلېږي واړه آب شوه
تا چې نيت د معراج د ختو وكړ
دا هلاله په سلام ستا د ركاب شوه
دا سپين مخ دې نوراني دى چې ځلېږي
په اثر كې لكه اور سينه كباب شوه
چې يـې مخ د سترګو وا كړ ستا پر ګلو
د لاله غنچه په وينو كې غرقاب شوه
په اخلاص چې ستا د حُسن احوال ووې
دسوسن ژبه اقرار ستا دحُسن په جواب شوه
د لاله په زړه يـې داغ د نقش كښېښو
غنچې سترګې و سپړلې نور په عذاب شوه
چې سور رنـګ دې ستا له مخه څخه وركړ
واړه سور د عشق په خُم كهنه ګلاب شوه
څلورخاله دې د مخ پر ورق باندې
دا همه واړه معنى د دې كتاب شوه
خال و خط دې په جبين كې هسې زېب كا
چې يـې ګورې لار د حقه د ثواب شوه
ته چې تېغ د آب تر غلاف كاږې
علامه د شهيدوالي زما په باب شوه
د خفاش چې دې منكر شو له افتابه
تاريكي د دې غفلت باندې سحاب شوه