Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-07  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

داسدالله زمري شعرونه

ساندې
دلته هر څپک څپک ته ، د جنت ګوته په خوله ده
هلته کم دي یوې لویشت ته ، اووه واړه دوزخونه
د خزان ښکلا ته دلته ، پسرلی په حسرت ګوري
هلته ژمي کې غرق شوي د کلو کلو فصلونه
سره دي غاړه په غاړه رنګ او بوی په مینه دلته
هلته کرکه کې دي نغښتي،سره رنګ دي که بویونه
دلته ځمکه اسمان شنه دي،هوا شنه ده،اوبه شنې دې
هلته سرې چینې خوټیږي، اوري سره سره بارانونه
د ماشین تور ښامار دلته نازوي د سارا کاڼي
د انسان په ګوتو لوټ شول هلته سم سمسور باغونه
دلته ژوند دی چې مستي کړي او خوټیږي هر ذره کې
هلته هر څه ته ولاړ دي په قطار قطار مرګونه
د ژړا مفهوم پردی دی، دلته ویر له خلکو هیر دی
هلته مړه دي احساسات ټول فقط ساندی دي ویرونه
دلته ستر ګې غړوم چې نو مې دا دعا تر زړه شي :
د افغان له ملکه ورک کړی دغه ستونزی ، عذابونه
المان
د لمبو کلی له ټولګۍ نه

آشنا
ته مې یې د مینې الهه ته مې مولا د زړه
ته یې تلوسه زما او ته مې یې ، سودا د زړه
ته د محبت د باغ ګلونو ته د رنګ جلوه
ته مې یې د ژوند بهانه ، ته مې مسیحا دزړه
ته ښکلی نغمه یې چې د روح په ګوتو جوړه یې
ته یې ترنم ، ته ترانه ، ته مې غوغا دزړه
ته د کوه قاف پری او ته یې د جنت حوره
ته مې د خوښیو جام او ته مې یې سوما دزړه
تاته دی خوښۍ شی ددنیا او د عقبی نصیب
ته چې مې په غم د زمانې کې یې آشنا دزړه
۱۹۹۳/۹/۱۶

زه !
سره اوښکه د غم وم چې په مخ ددنیاپریوتم
پرخه د سحر شومه په غرو او صحرا پریوتم
یو سوی فریاد وم له دردمن زړه نه را پورته وم
دود د اوسیلو شومه په مخ د رڼا پریوتم
مات ساز د ماتم وم د ویر کور کې غږیدم غلی
سوز د غمجن زړه شوم په لیمو د ژړا پریوتم
هیره افسانه وم له غوږونو او له خولو پاتی
پته خزانه شوم وران انګړ کې د چا پریوتم
لوند څیری ګریوان وم د زخمي ټټر په وینو سور
څیری لنګوټی شوم په اوږو د ګدا پریوتم
زه د مات باڼه په څیر اغزی د چا د سترګووم
تور لا چي لونګ شوم ، خو اوربل نه جدا پریوتم
بخت دی که تقدیر او که خالق مې ځوروی څله؟
غیږ کې د جانان که بی خبر له عقبا پریوتم
مست ګرځي یارانو د خوښیو پیمانې په لاس
خیر دی که زه لاړم په پنجو د بلا پریوتم
دلمبو کلی له ټولګی نه

د غرب شفق
دا دشرق دو ینو رنګ دی چې د غرب په لمن ښکاري
دا د شرق تالا ګلان دي چې د غرب په لمن ښکاري
د سپیرو میرو په تاو کې ، هلته هره تیږه سوځی
دا د شرق د مټ قوت دی چې د غرب په عدن ښکاري
د باروتو تور لوګی دی ،چې د شرق له کاله خېژي
د لمبو روښانه رنګ دی چې د غرب په ګلشن ښکاري
د جلي د او ښکو موج دی چې بهیږي په دوناو کې
د پا میر دسر شمله ده چې د غرب په بدن ښکاري
د افغان -هندو په وینو هندوکش- ایوریست غرق شول
د کشمیر دنافی بوی دی چې د غرب په ختن ښکاري
د ویتنام ـ کوریا په تن لا د بمو نو چری خښی
د چیچن ـ ایران انسان دی چې د غرب په خوږلن ښکاري
ورغلی سره نه دی د عرب د زخم شونډې
د تاجیک ـ سیلون مړ زوی دی چې د غرب په درشن ښکاري
د راکټو قافلی دي چې روانې دي تل شرق ته
دا دوینو تور امیل دی چې د غرب په ګردن ښکاري
د جنګ اور باندی ئې جوړ کړ ، له دنیا ځینې دوزخ نن
د ګناه نه ډک جنت دی چې د غرب په وطن ښکاري

پېغور
د پردیوترقدم لاندې شول مړاوي
« دخوشحال دقبر،سره لاله ګلونه »
د انګرېزدپرونیو ماتوغچ کې
رېزمرېزشول داکبر- امین سرونه
په دنیا باندې دبوش دخدايۍ غږ دی
دنمرود او دشداد هېر شول یادونه
د افغان دپګړۍ ول په ول خر څېږي
غیرت ورک شوو په ننګ مات شول اورمیږونه
ټیټې سترګې،ورانه خوله او پته غاړه
پلورل شویو کړل رواج دا ټیټ دودونه
څنګه خوار شودمیرویس او روښان برم
نن زمریو ته ګیدړچیچي غاښونه

نارنج زړه
جنګ کې مو څیره د امن هیره شوه
مونږه نه سودا د مامن هیره شوه
څنګه شوخراب بهار،بهار وطن ؟
اوس ورنه سیالي د عدن هیره شوه
نن د پسر لي خوند وینو وړی دی
ځکه مو آرزو د چمن هیره شوه
جګ فغان له کوره د افغانه دی
ځکه نو خندا د غمجن هیره شوه
جوش د پسرلي ، زوږ د مستۍ څه شو؟
ګل نه دروازه د چمن هېره شوه
لا ده د چاودنو واهمه ګرمه
ویره له هر چا د کفن هیره شوه
رنګ نن د ماتم جامې اغوستې دي
پر خې نه خندا ماسختن هېره شوه
بو ټي لا ویده دي تورو خاورو کې
خوارو نه آرزو د رستن هېره شوه
پاڼه لکه زړه د افغان مړاوې ده
ونې نه سیالی د هسکمن هیره شوه
تور بلبل د زړه په وینو سور ښکاري
ګرمه ولوله د سخن هیره شوه
ناست بورا په ورانه کنډواله ژاړي
مسته زمزمه د سمن هېره شوه
نه څري هوسۍ په ورشو ګانو کې
اوس ترینه نافه د ختن هیره شوه
نه خوځي وږمه د سباوون دلته
چیرته ئې سودا د چان هیره شوه
نه ښکاري سیلونه د مرغانو نور
تنده ولوله د شکن هیره شوه
هغه د لاله و سارانۍ غوغا
لاړه نن د دام او دمن هیره شوه
شاخ د غا ټول مټې د ځوانانو دی
پیغلو نه میله د دمن هیره شوه
موج د ښکلا څه شو چې ډوب هر څه
ګرمه هنګامه د ګلشن هیره شوه
نه د طراوت اونه د عطرو جوش
څنګه آوازه د عدن هیره شوه
ډک د نارنج زړه دې له تڼاکو نه
ګل او شګوفه ئې سږن هیره شوه
نشته د شپې زړه کې د مستانو شور
ژوند نه اوس کوڅه د وطن هیره شوه
څه شول څڼور او بریتور ځلمي؟
چیرته ولوله د آتڼ هیره شوه؟
پیر د خرابات او مغان چیرته دی؟
سترګو نه څیره د پتمن هیره شوه
ټول ميين د غم په جېل پریوتی دی
هر یو ه نه خوښی ددیدن هیره شوه
باغ او پسر لی کړ کارغه اېل ځانته
ځکه نن قصه ددښمن هېره شوه
له تور بورې ،ارزګان ،شادیانو نه
کارنامه د زوړ تمو جن هیره شوه
باز او شاهین واړه وزر ماتي دي
اوس ورنه حمله د زغن هیره شوه
ماتې د اتل کروړ چا مټې کړې؟
ځغاسته ئې د غشو د من هیره شوه
کاڼي ئې د باران په ځای را وشیندل
مونږ نه یارانه د هسکمن هیره شوه
هر عاصی اوس لټه د ثواب کې شو
شیخ نه واهمه د مدفن هیره شوه
وخت د شرم سیند کې کړل لاهو هر څه
ځینو نه سودا د لمن هیره شوه
در ست افغان د ځان په غم اخته ښکاري
ټولو نه سودا د وطن هیره شوه
نه ننګیږی دا ویده ویده ولس
کریکه نن د هر لوغړن هیره شوه
ځان باندې که بلې کړی لمبې زمری
نورونه ګرمې د خوږلن هیره شوه
۲۰۰۲.۱۲.۱۱

نن او پرون
د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو
. . . خو،
قهقه ده چې جګیږی،نن ژړاسره له خلکو
د ناموس او عزت نوم نه،ځارول سرونه ،ټولو
دانومونه لاړل ورک شول، له حیا سره له خلکو
میړنتوب او باتوري به تل ،خاصه وه د نرانو
خصلتونه شول بدل نن، له دنیا سره،له خلکو
خواخوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان سودا ده
غمخوري ده ورکه شوې له عزا سره،له خلکو
مور د زوی په تېغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه ده
چې آدم (ع) دی نن هېرشوی له حواسره له خلکو
سره ټول دښمن،دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دی
محبت په اورکې سوځي،له وفاسره له خلکو
دروغ زوال وو دایمان تل،په نظر دهرمومن کې
نن ایمان ده کډه کړې،له رښتیاسره له خلکو

بې یاره
شمعه څه لري بې سره، چې يې ځـــــارکړي
په قدوم او قدمونود جانـــــــــــــــــــان کې؟
پتنګ ولې ځان لوګی نه کړي له شمــــعې
بې له یاره به څه ژوند وي په جهـــــان کې؟

اور
سو ځیدل دژوندانه دوهم مفهوم دی
شمعه مړه شي چې له سولو نه شي خلا صه
هر نفس کې هوا سو ځي په سینه کې
دنیاتل د نغري دی له اخلا صه
سمندر هم دلمبو اواوریوکان دی
لاړشه وپوښته دا راز ته له غواصه
د چا زړه کې چې لمبې دکینې نه وی
ټیټه نه ګڼي بخښنه تر قصاصه
د یوه آدم زامن وسول دې اور ک
څه توپیر وو د عوامو له خواصه ؟

یاغي خوبونه
د حمزه شینواری د«چې دې زلفو ته نظرکړم لیوني خوبونه وینم
 چې د ووینمه سترګې غرڅني خوبونه وینم» په اقتفا
چې دې وګورمه سترګې لیوني خوبونه وینم
چې دې زلفو بوی دې راشی غرڅني خوبونه وینم
د غربت په ترږمو کې د تیارې بلا اوریږي
چې بریښنا دې دې غاښو شي توفاني خوبونه وینم
ستا د کلي په کوڅوکې که ځای نه شوه زما مېنه
د جنون په ځنځیرو کې ساراني خوبونه وینم
نن په داسې اور ولاړ دی چې قدم د سبا سوځي
د لمبو کلي ته ګورم ،پروني خوبونه وینم
د زمان د لوبو پای ته ، د نظر سر نه رسیږي
دې ملنډو ته ژړا کې ، خندني خوبونه وینم
مات تندي ته د تقدیر مې نا هیلیو ماته ورکړه
د یو ووړ امید له تورې میړنی خوبونه وینم

د زمري دسترګو کنج کې لا د اوښکو څاڅکي ښکاري
ددې ستورو له ځلا نه ، څه یاغي خوبونه وینم
۲۰۰۲.۱۱.۱۷

دا څوک ده؟( دفبروري د ۲۱د مورنۍ ژبو د ورځې په مناسبت)
چې خپل کور،کې نا منلې ، مېلمنه ده
چې اولاد ته خپل ، هم ، ډیره بېګانه ده
چې بي بي ده ، خو ئې وېنځه ، ده ګڼلې
چې پرته ورته په پښوکې زولانه ده
چې په تله دوړندو او جاهلانو
تل ده سپکه تلل شوې ،خو درنه ده
ده بډایه ،خو له خپله خواره بخته
لوټه شوې ،هېره شوې ، خزانه ده
چې هم پت ده ، هم عزت ده ، هم غرور ده
چې ده ډکه له شرفه ، پښتنه ده
سندریزه ، له سرود اوسرور ډکه
چې ئې غلې په مرۍ کې ترانه ده
د افغان د ننګ، ناموس جګه شمله ده
پښتو ژبه ده چې هر څه نه خوږه ده

مات
«مات» ئې چې د یو نظر کتو نه شم
دود دې له دې سترګو پښتنو نه شم
تاته چې د بد و سترګو سپر ګر ځي
کاش ددې مجمر له سپیلنو نه شم
و به بولم هغه وخت خندا ځانته
خلا ص چې له ژړا او له سلګو نه شم
خپلو د یو سف کانې را وکړې
څنګه ګیله من زه له پردو نه شم ؟
ما ته چې کنګل لکه سکروټه شي
پټ زه له لمبو که له اوبو نه شم ؟
ته وې د زمري په خوله کې شپه او ورځ
ځار دې د نامه له ترانو نه شم
۲۰۰۲.۱۱.۱۷

ګواښ
ما به د اوښکو ډنډ کې نه لمبوې
ما به د ساندو په سوز نه سوځوې
زه د لمبو په تل کې سور سمندر
ما به د څرې په اور نه ویروې
زه د یرغل او د بریو ستړي
ما به د جنګ ډګر ته نه هڅوې
زه د لوټ شوي سر منزل لاروی
ما به د جل په ځلا نه غولوې
زه د سجدو او پرستش نه بیزار
ما به د چا پښو ته نه ټیټوې
زه د تقدیر لېکو ته اور د نیستۍ
ما به په دغو لومو نه بندوې
زه د اجل په کاله چغه د مرګ
ما به د مرګ په قاصد نه ګواښوې
زه په څپانده سمندر کې ماڼو
ما به په زوږ د نسیم نه تخنوې
زه مې د ژوند څراغ ته اور لټوم
لکه نړۍ ځانته لوی کور لټوم
۲۰۰۲.۷.۱۲

زارۍ
بې شمېر ووژل بمو نو او ګو لېو
څه نا اهله کور بنو او څه پردیو
پاتې نه شو څوک چې قبر بل ته جوړ کړي
د ښتې ډکې شوې په ښځو او سړیو
هر یوه ده فاتحه خپله اخیستې
هر یوه ته کفن جوړ دې له کالیو
د ا فغان د شملې پت ئې ور په ځای کړې
مخ کړې تور د پلورل شویو ګوډاګیو
دا دغلو داړې به څو پورې وې جوړې
نور کړو تنګ بی غیرتیو ، شوکماریو
د فساد او د نفاق نامه کړې ورکه
خدایه خلاص مو کړې له ډیرو سپکاویو
چې لا نور هم اوروي باران د مړینې
دیو د مرګ ئې خدایه موړ کړې په بچیو
د زړه سوز مې داسې غواړي هره ساه کې
کنډوالې ئې کړې ته جوړې له ماڼیو
دغه دعا ا و که ښیرا ګڼې خاونده!
دا خبره مې ده ډکه له زاریو
۲۰۰۲.۵.۲

د ښېګڼو مجموعه
ستا د سترګو په دریاب کې ، تږی زړه لمبول غواړم
ستاد شونډو په لمبو کې د غمو سوځول غواړم
ستا د وصل په جنت کې ،دهجران دوزخ نه تښتم
ستا د مېنې غیږ کې ګرانې،ستړی ژوندتیرول غواړم
ستا د زلفو په هر موج کې دنظر بیړې ډوبیږې
جل وهلې سترګې دلته لږ په دمه تړل غواړم
د سپوږمۍ له پلوشو نه ستا تصویر ته قلم اخلم
هنګامه دې د ښکلا زه په اسمان خېژول غواړم
ستا د غږ په سر او لې کې موسیقي لټوي ځان خپل
ترنم کې یې د مينې هر سرود غږول غواړم
د ښیګڼومجموعه یې خدای دی ساته له نظره
سپیلني غوندې دی مخکې دا خپل ځان دودول غواړم

دافغان جرم
د زړه ژور زخمونه مې ګنډلي نه دې چا
ځګېروې او اوسیلې یې اوریدلي نه دي چا
د ژوند له نغري نه مې ایرې وې تل په برخه
لمدې غوښې دتن مې تل داغلې نه دې چا؟
د هېلو له وجود نه مې لمبې دې تل ختلې
دا سوې ارزو ګانې مې ژغورلي نه دې چا
طبیب راته جلاد شې شوکران مې مخ ته کېږدي
له حاله مې په مېنه هېڅ پو ښتلې نه دې چا
دیار او یارانې په لټون اوړم په دښمنو
چې لاس مې وراوږد کړي دي پريکړي نه دې چا؟
د غرو او صحرا کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې
په سهوه کې خواږه ماته کتلي نه دې چا
پردي د پرديتوب په جرم ، خپل د خپلولۍ
نادودې خپلې مانه سپمولي نه دې چا
اسمان ته که لاس جګ کړم نو تندرونه په ما اوري
یا داسې څه چې هیڅ هم اوریدلي نه دې چا
جنون به هم شي تنګ په ما که ور یې شمه غېږ ته
رټلي په دنیا کې هیڅ منلي نه دې چا
سزا دعمل حق ده خو زما په حق کې نه
د ښو په بدله کې بد راکړي نه دې چا؟
چې څه به شي را پیښ نور راته پته یې لا نشته
زما دلارې پای ته لا لیدلي نه دې چا
تندیه ته دې مات شې چې دې مات راته ورمېږ کړ
درانه فکرونه سپکو ته ساتلي نه دې چا
هېڅ پوه نه شوم د ژوند په خوند زمریه تر دې دمه
زما د تقدير لېکی لا لوستلي نه دې چا
۸۰۶۰۲۰۰۱

کتل
ډیر که رټلی دې ترخو کتو یم
بیا هم په طمع د هغو کتو یم
باڼه دې خیر ده تل کاږه وساته
خوړلی زه دې په کږو کتو یم
تریخ که زما ژوندون له زهرو شو خیر
تږی دې تل ددې خوږو کتو یم
آرام چې دا توفاني روح کړمه پرې
سترګې په لار دې د زیږو کتو یم
بې مهابا ،بې مدعا، بې ویر ي
لیونی زه دې د نږوکتو یم
لږ مې په خپلو سترګو وپوښته حال
وژلی زه دې دې پردو کتو یم
د لریتوب فاصلې وسوزوه
لوګی دې زه له دې لمبو کتو یم
چې رانه ئې خوب او آرام دواړه وړي
په انتظار کې ستا د غلو کتو یم
د غم جونګړ ه ده د هجر تیاره
ویښ دې زه خیال ته په کتو کتو یم
لږ دې د حسن خزانی ته کړه پام
ویره کې زه تل له سپیرو کتو یم
د ترکو سترګو معجزې ته ګوره
زه ئې ویشتلی پښتنو کتو یم
چې د زمري زړه ئې د ښکار نښه ده
ویشتلی زه دې غرڅنو کتو یم
۱۵.۸.۲۰۰۰

دهجر شپې
وائې چې د هجر شپې تیارې دې او اوږدې ډیرې
ما خو پکې ولېدلې هر خواته ډیوې ډیرې
یو خوا مې یادونه راته ایښي غرونه ،غرونه وو
پورته له هر یاده وې د غره په څیر لمبې ډیرې
بل خوا مې داغونه سو ځیدل راته له سوز سره
وېنې لکه تیل وی ، دې څراغ کې او پلتې ډیرې
یو خوا مې د مینې له لوټ ښار نه جګیدل لوګي
بل خوا د جفا د لښکر تورې ځلیدي ډیرې
یو خوا مې د غم په نغری کې پخیدې غوښی
څریکې د حسرت مې په لیمو کې رغړیدی ډیرې
یو خوا سوځیده راته د هیلو د مزار ډیوه
بل خوا د آرمان نه الوتلې پلو شې ډیرې
دومره رڼائې کې زه د نور په شانې ورک شومه
وچې مې لیدې په ر ڼو سترګو ناکردې ډیرې
۲۳/۷/۲۰۰۰

مينه
مینه د ځان آزارول نه دي څه؟
د ښامار غاښ ته زړه نېول نه دي څه؟
د معشوقو او عاشقانو داستان
جفا ، رټل او کړول نه دي څه؟
د لمبو بل نوم ده چا مېنه ایښی
د اور عادت تل سوځول نه دي څه؟
د وفا طمعه د جنون نښه ده
د وصال خیال زړه ځورول نه دي څه؟
«حوا» د خدای قهر ته ورکړ آدم
د لو ڼو دېن د مور کول نه دي څه؟
د لیلا خویندو ته د زړه ورکول
د مجنون روح ور سپکول نه دي څه؟
باور دیار په درواغجنو وعدو
لکه ما شوم ځان غولول نه دي څه؟
زمریه ! څله دی ماتم نیولي ؟
د ښکلو کار زړه ماتول نه دي څه!

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005