ښاغلی محمد نعمان دوست په ١٣٥٤ کال کې د لغمان د الينګار دولسوالۍ د کوه خي کلي په پاس کلا کې دنياته راغلى دی .کله چي مو د ښاغلي دوست څخه د هغه د ژوند لیک په اړه وپوښتل هغه وویل :
لا مې د خپل کلي په ديدن سترګې نه وې مړې شوې ، چې د سرو يرغلګرو پوځيانو او د هغوى د ګوډاګيانو له شره ، پاکستان ته په مهاجرت اړ شوو .
هملته مې د ښونځي په ور پل کېښود او بيا مې د پښتو ادبياتو په څانګه کې د دعوت او جهاد په نوم پوهنتون کې لوړې زدکړې پيل کړې .
د څلورم کال لومړى سمستر مې د ننګرهار په فارمونو کې ولوست ، بيامو پوهنتون کابل ته لاړ او لا مو دهمدې کال دوهم سمستر نيمايي ته نه و ، رسولي چې طالبانو کابل ونيو او زدکړې مو پاتې شوې .
طالبانو د پوهنتون له نوم سره کومه ستونزه نه لرله ، خو زموږ ځينې استادان چې په کلداري معاش اموخته وو ، د پوهنتون نوم ژوندي کولو پسې ونه ګرځېدل او دجهاد د دورې د دغه يادګاري پوهنتون جنازه کابل کې خاورو ته وسپارل شوه . د کابل پوهنتون کې مې پاتې زدکړو ته ادامه ورکړه او د سند په نوم يوه پاڼه مې ترې واخسته .
لومړى مې په شعر ليکلو پيل کړى ، اول شعر مې نهم ټولګي کې وليکه او بيا مې دغه لړۍ وغځوله ، خو وروسته پوه شوم چې وس مې نه رسېږي نو د يو شمېر شاعرانو په خلاف مې شعر سره، جفا ونه کړه او پرې مې ښود .
اوس هم کله – کله داسې شعر چې زړه مې پرې اوبه وڅښي ليکم خو ډېر نه ....
په ١٣٧١ کال کې مې د يتيم په نوم دلنډې کيسې په نوم يوڅه وليکل او بيامې کيسو ليکلو ته دوام ورکړ .
تر اوسه مې په لسګونو کيسې ليکلي او خوند هم راکوي .
نور مې کومه خاصه توره نه ده کړې او نه يې دعوه کوم ، لنډه کيسه مې خوښيږي او ليکم به يې .
اوس مې ناول ته هم زړه کړى ، خو که وخت او ذهن را سره ياري وکړي .
په پاى کې درسره د ژوند څلور خاطرې شرېکوم :
څلور دورې او څلور خاطرې
( ١)١٣٦٣ لمريز کال و ، دا مها ل د لغمان ولايت شنې در ې وخت په وخت د شوروي جنګي الو تکو له خوا سرو لنـبو په غيږ کې نيولې ، زمونږ کلى ترې هم په امن پاتې نه شو .
دسهار نهه بجې وې ، له مخامخ تور غره څو چور لکې لکه وږي بازان راواوښتې او بيايې څو ځلې له سکروټو ډکې سينې په کلي خالي کړې ، شيبه وروسته مونږ (١٥) تنه په باغ کې له جوړې شوې مو ضع ( څمڅه ) نه داسې خړ پړ را ووتو چې يو بل مو نه پيژنده . ستوني مو له خاور و ډک وو.دخبرو وس مو با يلولى و و.
د باغ له شنو ونو تورو لو ګيو سره يو ځاى سرې لنبې پورته کېدې ، ځاى – په ځاى کورني حيوا نات او مرغان دخپلو وينو په ډنډ کې پراته وو ا وهرچاته يې په ډکو سترګو کتلې .
خټين کورونه مو په لو ټو بدل شوي وو ، زمونږ د انګړ غټ د لرګيو ور چې پر سر يې دکوترو ځالې وې په لنبو کې پټ و، شيبه وروسته تښتېدلې کوترې را ورسېدې ، خپلو تنکيو بچيو پسې داور منځ ته ننوتې او مونږ ليدلې چې څنګه ژر- ژر په ورتو غو ښو بد ليدې .
١٣٨٣ چنګاښ ٢٠
(٢ )له ١٢ کالونو جلا وطنۍ وروسته کابل ته روان وم ،دپلچرخي له سيمې تېر شوو ، دکابل اسمان ته لحظه په لحظه تورلوګي ورختل ، حيران وم دموټر له نږدې کېدو سره سم ويرونکي غږونه هم نږدې کېدل ، څو ګا مه وړاندې وسلوالو چې دپکولونو له څنډويې دوړو وهلي ويښتان مالو مېدل موټر ودرو ،نورو ملګرو يې هماغه شان دکابل په ښا رګولې ورولې . يو تن ، موټروان دټوپک په ميلې وسيخه : وړوند يې ؟ له سورلۍ سره به لمبه شې ، په تا به هم د مجاهدينو نوم بد وي !
شيبه وروسته يې دتلو اجازه راکړه ، له لږ مزل وهلو نه وروسته بيا څو پکول والاوو چې له برګو پطلونونو سره يې يو رنګ جامپرونه اغوستي وو اوله ملا ګانو يې دمرميو شريدونه تاوراتاو و ودرولو ، يو تن موټر ته راوخوت ټول يې له نظره تېر کړو له جيبونو په پيسو را ښکلو لګيا شو ، چې څنګه يې زما دڅنګ ملګري له جيب نه دپيسو بنډل راوويست په حيرانتيا يې وويل : له دې غلو څنګه ډک جيب راتېر شوى يې !؟
١٣٨٣ – دتلې ٢٩
( ٣)ددهن باغ څلور لاري کې داسې خلک را ټول وو، تا به وې د کوم هنر مند د فن ننداره کوي ، خو ټولو سترګې پورته نيولې وې ، دچوک شاو خوا کومک داره جگې ډاډ سنې ولاړې وې او تو ر پاچ لنګوټي پر سر خلک ، کلاشينکوف په لاس ګرځېدل .
دڅلور لاري دننه دوه ځوانان ددار په پړو کې ځوړند وو او خپل بې حرکته سرونه يې پر اوږو ايښي وو ، بې ساه بدنونو به کله ليدونکو ته مخه او کله شاه اړوله .
خلکو ورو- ورو ځاى خوشې کاوو ا وګڼه ګوڼه کمېدله . د ما زېګر لمر هم له غم نه ژيړ اوښتى وو او له وېرې د غره شاته پټېده ، خو يوه چادر ي کړي ښځه هماغه شان په خپل ځاى ولاړه وه او دواړه سترګې يې په بې ساه کا لبوتونو نښلولې وې ، سپين ږيري هغه کورته دتلو په نيت کشوله خوهغې دژړا له بدرګې سره همدا ويل : زه مې ځوى دې سړې شپې ته يوازې نه شم پرېښودى .
١٣٨٣- غبرګولى ١٣
( ٤ )د١٣٨٠ لمريز کال د ژمي سوړ موسم و ، امريکايي جنګي الوتکې په کا بل کې د افغانانو د خلا صون له پاره د اسې ترو رستانو پسې ګرځيدې تا به وې د فلسطين بېوسه خلک يې داسرا يلو له بې رحمانه ير غلونو خلاص کړي او اوس ددوى نوبت دى.
مونږ ددريم مکروريان د٦٣ بلاک په دويم پوړ کې او سېدوو ، د بمونو لړزونکو غږونو رانه خوب تښتولى و، ټوله شپه مو په غمونو تېروله .
زما دماما لور چې په عصبي ناروغۍ اخته وه د هر بم له غږ سره يې چيغو نږدې ګاونډيان خبرول .
دشپې ١٢ بجې شوې ايله مو سترګې پټې شوې وې چې دالوتکې غږ شو او بيا شيبه وروسته يوزورور غږ بلاک وښوراوه ، له دې سره سم د نا روغې له خولې ويرونکې چيغه ووته ، ټو ل بدن يې په رپېدو شو ، وروسته يې سترګې ودرېدې ، بې هوښه شوه او بيا ان تر سهاره ورته ټول حيران ا وپريشان نا ست وو.
١٣٨٣ –وږى ٢٢