ته زما د ژوند په لاره
د یو ورک لاروي په شان ته
چې له کوم پلو راپیښ شوې
مسکو سترګو باندې پروت دې
یو ماشوم شان ته جهان ؤ
د خوږلوټې مینې ډک ؤ
هر پړاو ېې بیل داستان ؤ
غزیدلې پکې لارې
د رازونو،د نیازونو
له طور غره هان تر معراج وې
د سپیڅلې ښکلا میره
لکه څکلي ېې شراب وي
د کوثر په کنډولونو
څه مغروره شان خوماره
په تک سپین مخ دې اوده وه
چې لړۍ ېې د ریشتې وه
هان تر لمره رسیدلې
هم راپټ دې سرکو شونډو
د حسین له وینو رنګ ؤ
د مسکا خوی دې ؤ تللی
کټ مټ رنګ کې تر یوسفه
ستا وړې وړې خبرې
لکه سُور چې یاغي شوی
د سیتار له هر یو تار وي
هر یو توری ېې شاعر ؤ
وریدې ترینه سندرې
پکې نغښتی هرتصویر ؤ
د بدرۍ سره د مینې
فلسفه دې وه د زهن
له لقمان سره نښتې
زما هوش نه خو نو ځکه
بوټ زړګی دې ؤ ویستلی
هکه پکه وم درپاتې
ته هم ورو ورو زمازړه ته
د قوسین له حد راتیر شوی
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
خو بس دریغه چې دا څرنګ
فیصله دې پټه وکړه
که دې کومه وړه حوره
لکه خوب کې ولیدله
داسې زر چې ورته تیر شوې
له خپل ځانه، له جهانه
نه دې څلی راته پریښو
چې پرې ژوند مې بلینډه کړم
نه هم شناختې دې ولاړې
لکه ستوری د ماښام وې
دوه شیبې دې زندګي وه
او په خپله مخه لاړې
۲۵\\۳\\۲۰۰۵
وږمې د سپین سهر بس پو کولې بلینډې
دژوبل انتظار مې مړکیدلې بلینډې
تصویر به ېې ستا ښکل چې وداسې په مستۍ وې
په مخ مې نن د اوښکو نڅیدلې بلینډې
قبول چې مې پرې سوال شو نو له هاغې ورځې تل به
زیارت کې واړو جونو ګرځولې بلینډې
ډولۍ وه،جنازه وه، که له جنګه مات لښکر ؤ؟
له ورا ېې منډهیر کې ښکاریدلې بلینډې
شهید ماشوم ته واړه پریښتې په هرکلي وې
دستورو چې اسمان کې رپیدلې بلینډې
یا شپه د پینځلسي وه ، یا خو ستا د راتلو غږ ؤ
په هره لار د چم چې بلیدلې بلینډې
۳\\۱۴\\۲۰۰۵ پیښور
راوړی چا په تا باندې ایمان دی او چا نه دی
ای مېنې ،چا منلی دې قران دی او چا نه دی
دعوه د لیونتوب خو ډیرو کړې پدې چم کې
خو څیرې چا ټټر او بیا ګریوان دی او چا نه دی
بس کاشکې چې د ټولو ژڼو زور در باندې بر وای
غربته چاخلاص کړی درنه ځان دی او چا نه دی
خوښ کړی نو دنیابه وي د مینې هر پړاؤ خو
ژباړلی چا د خپل سر په تاوان دی او چا نه دی
بیعت خو د سندرو سره ټولو خلکو کړی
خوځان چا رسولی تر (رحمان)دی او چا نه دی
تصویر ېې که هر څو دې د غزل سترګو کې اوسي
لیدلی (بلینډې) چا دې ارمان دی او چا نه دی
۱۶\\۸\\۲۰۰۵
هئ، زما د ژوند ملګریه !
د ماڼیو په ښارو کې
هاغه ورځ به هم ته ورک وې
چې مې جوړه کړي همزولې
لکه ناوې د پریو
راخورې مې چې کړي زلفې
په تندي مې ټیک ځوړند کړي
سور پیزوان کړي را په پوزه
د نریو وروزو مینځ کې
د کاجلو خال را جوړ کړي
را په غاړه کړي هارونه
د نرګسو،د رامبیلو
سور سالو راباندې خور کړي
غبرګ ځونډي د لونګینو
په اوږو مې را ځوړند کړي
وار په وار راباندې شیندي
خوشبوېي د ګلابونو
له هر خوا راباندې اوري
زیړې ، سرې د ګلو پاڼې
لوی واړه راپسې ژاړي
سره په وینو دنګو جونو
په وهلو خپل تندي وي
وهم پروت به وي په کلي
ساه به الوتې وي له لارو
ته به نه وې لیونیه
څوسرزوري د چم ژڼي
په اوږو به مې کټ واخلي
خو ډولۍ به مې د ژوند وي
ستا له روڼې دنیاګۍ به
ما همیش وي ستر ګې پټې
ته به ورک وې ...بس همداسې
د ماڼیو په ښارو کې
د زیړڅڼو دنګو دنګو
جینکیو په ښارو کې
هلته لرې په صحرا کې
دریګونو په موجو کې
چې ېې سر دی له اسمان سره نښتې
ها چې لارې پکې نیشته
ها چې پلونه پکې تښتي
ها چې سرې لمبې راووري
هاچې مري پکې له تندې
ځل وهلي سرابونه
ها چې ساه د خاموشۍ ده
پکې وتې له هیبته
ها چې نیشته پکې نښه
دژوندون د یو شیبې هم
پکې وچ ککړ ولاړ چې
مات ډنډغر د ریدي ګل و
ورک نری شان ېې و سیوری
نو
ستا د تلو نه پس مې ګرانه
ستا د بیا د لیدو هیله
بس هماغلته دفن کړه،،،،،،،،،،
۲\\۲\\۲۰۰۴